Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاسپورټونو وېش بېرته پیل شو

د پاسپورټ ریاست سرپرست عالم ګل حقاني نن (سه‌شنبه د تلې په ۱۳مه) د پاسپورټ په ریاست کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ هم په مرکز او هم په ولایتونو کې پیل شوه.

د حقاني په خبره د ۲۵ زره کسانو پاسپورټونه وېش ته چمتو دي.

د پاسپورټ ریاست وایي، چې اوس اوس ۱۷۰ زره کسانو د پاسپورټ اخېستو غوښتنه کړې ده.

د پاسپورټ د سرپرست رییس عالم ګل حقاني په وینا هڅه کوي، چې د پاسپورت د ارزښت په بیه کې کمی راولي، خو لا وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

له دې سره د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو مسوول سعید خوستي ویلي، چې اوس لپاره به پاسپورټونه ( د افغانستان اسلامي جمهوریت) په عنوان ووېشل شي او د دې ریاست ښځينه کارکوونکې یې هم بېرته کار ته راغوښتې دي.

د پاسپورټ ریاست دا هم وایي، چې دمګړۍ د راتلونکو اتو میاشتو لپاره پاسپورټونه تیار چاپ شوي دي او ناروغانو ته به لومړیتوب ورکول کېږي.

د مخکیني حکومت تر سقوط راوروسته د تېرو ۵۰ ورځو راهیسې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بنده وه، چې له کبله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ ول.

د پاسپورټونو وېش بېرته پیل شو

د پاسپورټ ریاست وایي، چې اوس لپاره د ۲۵ زره کسانو پاسپورټونه وېش ته چمتو دي.

شریک یي کړئ