Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندوز کې د تېرې ورځې ځانمرګي برید په وړاندې غبرګونونه

د جمعې په ورځ د کندوز ښار په خان اباد سیمه کې د یوه جومات پر لمونځ کوونکو ځانمرګي برید کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي.

په دغه برید کې کابو ۵۰ تنه وژل شوي او ۱۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان، اروپايي ټولنې، امریکا، ایران او ځينو نورو هېوادونو پر لمونځ کوونکو ځانمرګی برید د بشر پر ضد جنایت ګڼلی دی.

یوناما پر دغه برید د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي دي چې دا په وروستۍ یوې اوونۍ کې درېیم مرګونی برید دی چې پر مذهبي بنسټونو کېږي.

د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي دي:«ملګري ملتونه په کندز ښارکې پر جومات د برید پرترسره کېدوپه ژوره توګه اندېښمن دي. لومړني معلومات ښيي چې په دې پېښه کې نږدې دوه سوه تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي. دا په دې اونۍ کې دریم مرګونی برید دی چې مذهبي بنسټونه په نښه کوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ټینګار کړی دی چې د افغانستان خلک د یوې داسې راتلونکې وړ دي چې تاوتریخوالی په کې نه وي.
                  
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس ویلي:«امریکا په کندوز کې پر لمونځ کوونکو ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندي. موږ له قربانیانو او د هغوی له کورنۍ سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو.»

بل خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ترهګریز بریدونه چې په هره بڼه او د هرچا له لوري وي، غندلي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دغه برید د هېواد د شعیه او هزاره وګړو د وژلو په لړ کې یو بشري ضد عمل او جنایت بللی دی.

بل خوا د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله دغه پېښه نه بښونکی او نه توجیې کېدونکی جنایت ګڼلی او پخواني ولسمشرحامدکرزي هم په هېواد کې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره دغه بریدونه د خلکو د سولې او آرامۍ د دښمنانو کار بللی دی.

بلخوا پاکستان تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

د کندوز امنیه قومندانۍ ویلي دي چې د سید آباد په جومات کې برید هغه مهال وشو چې څه باندې درې سوه تنه د لمانځه د ادا کولو په حال کې وو.
 
د دغه برید مسوولیت داعش پرغاړه اخیستی دی.

د کندوز د خان آباد سیمې د سید آباد په یوه جومات کې پر ملکیانو پروني برید بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه