Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاسپورټ د وېش بهیر کې د منظمې تګلارې پر نشتون نیوکې

د پاسپورټ غوښتونکي پر هغه څه چې د پاسپورټ په وېش کې بې نظمی او د تګلارې نشتون ګڼي، سخته نیوکه کوي.

هغوی وايي چې د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره په ساعتونو په تمه پاتې کېږي؛ خو هڅې یې کومه پایله نه ورکوي.
              
د ننګرهار اوسېدونکی صداقت وايي:«دا څومره ورځ ده چې د پاسپورټ ریاست کار پیل شوی دی، موږ په تمه یوو چې زموږ نتایج را ووځي او خپل پاسپورټ ترلاسه کړو.»
                   
د کابل اوسېدونکې هدیه هم څرګندوي:«چهارشنبې راغلم چا مې غږ وا نه ورېد، دا دی نن د سهار له څلورو بجو راغلې یم، چا مو غږ وا نه ورېد.»

د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي کسان د پاسپورټونو د وېش لپاره د منظمې تګلارې پر نشتوالي نیوکه کوي، د دوی په وینا بې نظمۍ د پاسپورټ ترلاسه کول ستونزمن کړي دي.
            
د کابل اوسېدونکي جمعه خان وویل:«اوس راغلی یم چې خپل پاسپورټ تمدید کړم، خو څوک زموږ غږ نه اوري. بې نظمي ده، وهل دي.»
               
په دې تړاو د پاسپورټ ریاست د مسوولانو د نظر د ترلاسه کولو لپاره زموږ هڅې بې پایلې پاتې شوې.

بل خوا په تازه نوملړ کې د افغانستان پاسپورټ په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ تر ټولو کم اعتباره او د جاپان او سنګاپور پاسپورټونه تر ټولو اعتبار لرونکي پاسپورټونه بلل شوي دي.

دغه نوملړ د نړۍ د پاسپورټونو د ارزونکي سازمان له لوري خپور شوی دی، دغه سازمان هر کال د نړۍ د پاسپورټونو د اعتبار نوملړ خپروي. د نوملړ له مخې د سینګارپو او جاپان پاسپورټونو لومړی ځای خپل کړی او د جرمني او سوېلي کوریا پاسپورټونو دویم مقام ګټلی دی.

د  نړۍوالو اړیکو شنونکی حمید عبیدي په دې هکله وايي:«د پاسپورټ د اعتبار د بیا لوړولو لپاره حکومت باید هڅه وکړي چې ټولنیز رضایت ترلاسه کړي، ټولنیز اعتبار ترلاسه کړي.»

د دغه نوملړ له مخې د افغانستان پاسپورټ چې پروسږ کال د عراق، سوریې او پاکستان تر پاسپورټونو با اعتباره و، اوس یې د دغه نوملړ وروستی ځای خپل کړی دی.

د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره د خلکو ګڼه ګوڼه لاهم پر خپل ځای ده. دوی وایي چې د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره دلته په ساعتونو انتظار باسي، خو د پاسپورټ په ترلاسه کولو نه بریالي کېږي.

Thumbnail

د پاسپورټ غوښتونکي پر هغه څه چې د پاسپورټ په وېش کې بې نظمی او د تګلارې نشتون ګڼي، سخته نیوکه کوي.

هغوی وايي چې د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره په ساعتونو په تمه پاتې کېږي؛ خو هڅې یې کومه پایله نه ورکوي.
              
د ننګرهار اوسېدونکی صداقت وايي:«دا څومره ورځ ده چې د پاسپورټ ریاست کار پیل شوی دی، موږ په تمه یوو چې زموږ نتایج را ووځي او خپل پاسپورټ ترلاسه کړو.»
                   
د کابل اوسېدونکې هدیه هم څرګندوي:«چهارشنبې راغلم چا مې غږ وا نه ورېد، دا دی نن د سهار له څلورو بجو راغلې یم، چا مو غږ وا نه ورېد.»

د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي کسان د پاسپورټونو د وېش لپاره د منظمې تګلارې پر نشتوالي نیوکه کوي، د دوی په وینا بې نظمۍ د پاسپورټ ترلاسه کول ستونزمن کړي دي.
            
د کابل اوسېدونکي جمعه خان وویل:«اوس راغلی یم چې خپل پاسپورټ تمدید کړم، خو څوک زموږ غږ نه اوري. بې نظمي ده، وهل دي.»
               
په دې تړاو د پاسپورټ ریاست د مسوولانو د نظر د ترلاسه کولو لپاره زموږ هڅې بې پایلې پاتې شوې.

بل خوا په تازه نوملړ کې د افغانستان پاسپورټ په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ تر ټولو کم اعتباره او د جاپان او سنګاپور پاسپورټونه تر ټولو اعتبار لرونکي پاسپورټونه بلل شوي دي.

دغه نوملړ د نړۍ د پاسپورټونو د ارزونکي سازمان له لوري خپور شوی دی، دغه سازمان هر کال د نړۍ د پاسپورټونو د اعتبار نوملړ خپروي. د نوملړ له مخې د سینګارپو او جاپان پاسپورټونو لومړی ځای خپل کړی او د جرمني او سوېلي کوریا پاسپورټونو دویم مقام ګټلی دی.

د  نړۍوالو اړیکو شنونکی حمید عبیدي په دې هکله وايي:«د پاسپورټ د اعتبار د بیا لوړولو لپاره حکومت باید هڅه وکړي چې ټولنیز رضایت ترلاسه کړي، ټولنیز اعتبار ترلاسه کړي.»

د دغه نوملړ له مخې د افغانستان پاسپورټ چې پروسږ کال د عراق، سوریې او پاکستان تر پاسپورټونو با اعتباره و، اوس یې د دغه نوملړ وروستی ځای خپل کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه