Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هند کې د ایسار پاتې افغانانو د لېږد بهیر پيل

د هغو افغانانو د لېږد بهیر نن (شنبې د تلې په ۱۷مه) پیل شوی دی چې د تېر حکومت له پرځېدو وروسته په هندوستان کې ایسار پاتې وو.

په نوي ډيلي کې د مخکیني حکومت سفیر فرید ماموندزی وايي چې د هغوی، د هغوی سلګونه افغانانو د لېږد بهیر پیل کړی دی چې د درمنلې لپاره هندوستان ته راغلي وو او د پروازونو د نشتون له امله هلته ګیرپاتې وو.

نوموړی زیاتوي:«دا بهیر به په راتلوونکو ورځو کې هم دوام پيدا کړي، ترڅو هغه هېوادوال چې د اګسټ له پنځلسمې راهیسې په نوي ډيلي کې ګیرپاتې وو، هېواد ته ولېږدول شي.»

په دې منځ کې، داسې کسان شته چې څه باندې دوه میاشتې کېږي هند ته د درملنې لپاره تللي وو.

په هند کې یو ګیر پاتې افغان وګړی په دې هکله وايي:«د افغانستان له سفارته مننه کوو چې له موږ سره یې همکاري وکړه چې موږ یې د ایران د ټرانزیت له لارې افغانستان ته لېږدوي.»

بل افغان وګړی وايي:«له نېکه مرغه موږ له یوې نیمې میاشتې وروسته په دې بریالي شو چې د افغانستان د سفارت او د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ، نن له نوي ډيلي د تهران او له تهران څخه د کابل په لور د ټرانزیت له لارې لېږدوي.»

 په هند کې د افغانستان سفارت وایي چې په لومړنۍ الوتنه کې یې ۱۰۶ تنه افغانان لومړی تهران او وروسته کابل ته لېږدولي دي. 
    
په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی په دې هکله څرګندوي:«زموږ دویمه هڅه دا ده چې دغو هېوادوالو ته، ځانګړي الوتنې یا چارتر د کابل او ډيلي ترمنځ چمتو شي چې په راتلوونکو اوونیو کې، زموږ هېوادوال له دغې لارې وکړای شي هېواد ته ستانه شي او زموږ درېیمه هڅه دا ده هغه شمېر الوتنې چې اریانا، کام ایر او نور شرکتونه یې چې ترسره کوي، په راتلوونکو اوونیو کې هغه بهیر عادي حالت ته ستون شي.»
 
په هند کې د کډوالو د حقونو  فعال نثاراحمد شیرزی هم وايي:«د افغانستان او هندوستان ترمنځ د الوتنو له درېدو سره دغه مسافر دلته ګیر پاتې شول چې شمېر یې کابو ۱۲۰۰ تنه وو، دوی له شدیدو اقتصادي ستونزو سره مخ وو او حتا د اطاق د کرایې پیسې او د خوراک خرچه یې نه لرله.»

تر دې وړاندې په هند کې ایسار پاتې شویو افغانانونو له ناوړه اقتصادي وضعیته شکایت کړی و او غوښتنه یې کړې وه چې باید افغانستان ته ولېږدل شي.

این گیرمانده‌گان که شمار شان به بیش از یک هزار نفر میرسد پس از سقوط حکومت پیشین در کشور هندوستان با مشکلات شدید اقتصادی مواجه بودند.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه