Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دوحې غونډې پای؛ دواړو لوریو په بېلابېلو مسایلو خبرې اترې کړي

 په دوحه کې د قطر په کوربتوب د اسلامي امارت د استازو او امریکایي پلاوي ترمنځ دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده.

مرکچي لوریو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په خپلو کې پر ځینو هوکړو د سلا کېدو خبر ورکړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د اوسني حکومت له استازو سره خپل لومړنی تماس او خبرې صادقانه او مسلکي بللې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي دي:«دوحې ته لېږل شوي امریکایي پلاوي په دغو خبرو کې له مقابل لوري سره د افغانستان د امنیت او په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه پراندېښنو، بشري حقونو ته د درناوي پر اړتیا، په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو پر حضور، له افغانستانه د امریکا او د هغې د متحدو هېوادونو د وګړو پر خوندي وتلو او د بشري مرستو پر دوام خبرې کړې دي.»

بل خوا اسلامي امارت ویلي دي چې امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام هوکړه کړې او افغانستان هم د امریکا او د هغې د متحدو هېوادونو د وګړو د وتلو د بهیر په برخه کې د آسانتیا رامنځته کولو ژمنه کړې ده، د دغې اعلامیې له مخې د دې غونډې په لړ کې هڅې شوې دي چې ډېپلوماټيکې اړېکې ښه حالت ته راوګرځول شي او ټینګار شوی دی چې په راتلونکي کې هم دغه خبرې دوام ومومي.

امریکا دغه راز د دا وړ غونډې جوړول د اوسني حکومت د په رسمیټ پېژندلو په معنی نه دي بللي او ټينګار یې کړی چې د اسلامي امارت چلن ته په کتو به یې په تړاو پرېکړه کېږي نه د هغه د چارواکو د خبرو پربنسټ.
 
د دواړو لوریو ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې د دروازو ترشا وشوې او د خبرو ډېر لږ جزیات تر رسنیو رسېدلي دي.

د پخواني حکومت تر سقوط مخکې هم تل پر دې نیوکه وه چې د اسلامي امارت د غړو او امریکایانو ترمنځ خبرې د تړلو دروازو ترشا  کېږي او له خلکو سره یې جزیات نه شریکېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه