Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندوز کې د دین عالمان: اسلامي امارت باید د خلکو امنیت ټینګ کړي

د کندوز ولایت یو شمېر شیعه دیني عالمان او اوسېدونکي د اهل تشیع پر یوه جومات وروستي خونړي برید ته په غبرګون کې وایي چې خپل امنیت ته اندېښمن دي.

دوی د دغه ولایت له امنیتي چارواکو غواړي چې دغه ولایت د شعیه اوسېدونکو په ځانګړې توګه د سپېڅلو ځایونو امنیت وساتي.

دیني عالم امام رضوي وايي:«موږ له اسلامي امارت څخه په کلکه غواړو چې د سپېڅلو ځایونو امنیت دې ټینګ کړي. خلکو ته دې دوکه نه ورکوي، خلک نور ستومانه شوي دي.»

د کندوز ځينې اوسېدونکي وايي چې پر لمونځ کوونکو وروستي برید ډېرې کورنۍ په زړه وداغلې او نور باید داسې پېښې رامنځته نه شي.
  
د کندوز اوسېدونکی سید عباس څرګندوي:«زما د عمر په اوږدو کې واقعاً د لمانځه په محراب کې او هغه کسان چې شهیدان کېږي تر ټولو ډېر دردونکی دی.»

بل خوا د کندوز امنیتي چارواکي ډاډ ورکوي چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د دغه ولایت د اوسېدونکو امنیت وساتي.
  
د کندوز د استخباراتو رییس نجیب الله هارون وویل:«موږ د کندوز ولایت د خان اباد په سیمه کې پر هل تشیع باندې د څو ورځو مخکې برید په کلکه غندو او ځان د دوی په غم کې شریک ګڼو. او همدارنګه د دغې پېښې د عاملانو د نیولو په لړ کې پلټنې روانې دي.»

دغه اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې د تېرې جمعې په ماسپښين په کندز کې د اهل تشیع د سید آباد پر جامع  جومات په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۵۰ کسان ووژل شول او کابو ۱۵۰ تنه نور ټپيان شول.

خو په کندوز کې شیعه دیني عالمان وايي چې په دغه برید کې ۱۲۰ تنه ووژل شول او ی۱۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه