Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالله: د واک انحصار او د غني تېښته د نظام د ړنکېدو لامل شو

له افغانستانه د غني له تښتې نه د څه باندې دوو میاشتو له تېرېدو وروسته د ملي روغې جوړې د عالي شورا پخوانی رییس عبدالله عبدالله د هند له انډين ټوډۍ رسنۍ سره په مرکه کې د هغه تېښته د پخواني حکومت د راپرځېدو اصلي لامل ګڼي.

هغه باوري دی چې د غني تېښته د دې لامل شوه چې خلک اوسنی وضعیت وزغمي.

عبدالله وايي:«د غني په تېښتي سره د هېواد وضعیت له ګډوۍ پر یوه ډګ وضعیت بدل شو.»

د ملي روغې جوړې پخوانی رییس اداري فساد او د غني له لوري د واک انحصار هغه مهم مسایل بولي چې د خلکو او پخواني دولت ترمنځ د واټن د رامنځته کېدو لامل شول.

نوموړی زیاتوي:«باید ووایم چې تر ډېره نیمګړتیاوې زموږ په سسټم کې وې چې په دې کې هېڅ شک نشته. له دې ډلې، یو په بل پسې ناسالمې ټاکنې، پر خلکو او د هېواد پر مشرانو د غني د باور نشتوالی چې باید په ډېری دغو موردونو کې په خپله دی ګرم وبولي. اداري فساد او  دغه راز د حکومت او خلکو ترمنځ واټن د نظام د ړنګېدو له موردونو وو.»

ښاغلی عبدالله په پخواني حکومت کې د سولې د خبرو د مخته بیولو پر څرنګوالي نیوکه کوي او ټينګار یې دا دی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړه لیک بندونه ډېر کمزوري دي:«بالاخره هوکړه باید د خبرو په لړ کې شوې وای، دا هغه څه وو چې ما پرې باور درلود، دا باید یوه غوره شوې لار او تګلوری وای.د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې موافقه په داسې حال کې وشوه چې د امریکا په حکومت کې دننه او د ټولو ښکېلو لوریو له مخالفتونو سره مله وه او بالاخره په هېواد کې د سولې د نه ټينګښت لامل شوه.»

د زمري میاشتې په څلرویشتمه د کابل دروازو ته د اسلامي امارت د ځواکونو په نږدې کېدو سره اشرف غني له افغانستانه وتښتېد او له تېښتې نه یې دوه ورځې وروسته رویټرز د روسیې د سفارت له قوله خبر ورکړ چې ۱۶۹ مېلیون ډالره یې له ځانه سره یوړل. څه موده وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي د دغې دوسیې په تړاو د څېړنو د پېلېدو خبر ورکړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه