Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان ته د الوتنې د ټکټ بیې له زیاتوالي د خلکو شکایت

 پاکستان ته د الوتنې د ټکټ ځينې غوښتونکي وايي چې په وروستیو اوونیو کې پاکستان ته د الوتنې د ټکټ بیه په بې مخینې توګه لوړه شوه ده.

د هغوی په وینا د پاکستان د یوه لوري ټکټ بیه تر ۲۴۰۰ ډالرو رسېدلې ده او د هغه پرې کول د هغو کسانو لپاره چې پاکستان ته د سفر هوډ لري، ډېر ستونزمن دي.

احمد شفیع چې پاکستان ویزه ورسره ده، له خپل زوی سره په کابل ښار کې د ټکټ پلورنې هټۍ په هټۍ ګرځي چې د پاکستان ټکټ پیدا کړي. نوموړی پر هغه څه چې پاکستان ته یې د الوتکو د ټکټ د بیې لوړېدل ګڼي، سخته نیوکه کوي.
 
د کابل اوسېدونکی احمد شفیع وايي:«له کام ایر څخه مې ۱۲۰۰ ډالره ټکټ پېرلی و. اوس وايي چې د ټکټ بیه ۲۵۰۰ شوې ده. د اړې له مخې خلک ټکټ اخلي.»

د وېزې او ټکټ د خدمتونو د دغه شرکت مسوول وایي په داسې حال کې چې څو اوونۍ وړاندې د پاکستان د تګ او راتګ د ټکټ بیه درې سوه ډالره وه، خو اوس مهال پاکستان ته د الوتکې یو اړخیز ټکټ له ۱۲۰۰ تر ۲۴۰۰ ډالرو پلورل کېږي.
     
د یوه سیاحتي شرکت مسوول عبیدالله نایل وویل:«د ټکټ بیه ډېره لوړه ده. پخوا دواړه لوري ټکټ درې سوه ډالره و، اوس د یوې خوا ټکټ ۱۲۰۰ تر ۲۴۰۰ ډالرو شوی دی.»

بل خوا د کا ام اېر هوایي شرکت وایي چې له درې ورځو راهیسې دغه هوایي شرکت پاکستان ته الوتنې نه دي کړي. د دغه شرکت اجراییه رییس وایي چې پاکستان د کام اېر له هوایي شرکت نه غوښتي دي چې د هغو مسافرو نوملړ چې پاکستان ته یې لېږدوي، وارله مخه د دغه هېواد له کورنیو چارو وزارت سره شریک کړي. د نوموړی په وینا دا کار هم شوی، خو تر اوسه یې د پاکستان له لوري د الوتنې اجازه نه ده ترلاسه کړې.
 
د کام اېر شرکت اجراییه رییس محمد داوود شریفي څرګندوي:«له جمعې راهیسې کورنیو چارو وزارت یو پروسیجر راویستلی و چې د ویزې ترڅنګ نه مسوولیت ونیسو. خو د کورنیو چارو وزارت عدم مسوولیت په خپل وخت نه دی اجرا کړی.»

بل خوا د افغانستان د ملکي هوایي چن ادارې رییس وایي چې اوس مهال یوازې یو پاکستانی شرکت پاکستان او بېرته کابل ته د الوتنې اجازه لري او دا چاره د ټکټ د بیې د لوړېدو لامل هم شوې ده.

نوموړی خبرداری ورکوي چې که پاکستان ته د افغانستان د کورنیو شرکتونو د الوتنو ستونزه حل نه شي، پاکستاني شرکتونو ته به هم کابل ته د الوتنې اجازه ورنه کړي.

بل خوا د کا ام اېر هوایي شرکت وایي چې له درې ورځو راهیسې دغه هوایي شرکت پاکستان ته الوتنې اجازه نه ده ترلاسه کړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه