Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امیرخان متقي وایي نړۍ سره د اړیکو نوی باب پرانیستل شوی دی

د بهرنیو چارو وزارت سر پرست امیرخان متقي بېګاه په دوحه کې وویل، چې اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د ښو اړیکو پیغام رسولی او په دې سره یې نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو نوی باب پرانیستی.

متقي چې په قطر کې یې د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز کې خبرې کولې ویې ویل، چې افغانستان د نړۍ له هېوادونو تمه لري چې کورنۍ چارو کې یې لاسوهنه و نه‌کړي.

متقي ویلي: "افغانستان نړۍ ته د ښو اړیکو پیغام رسولی. موږ نه غواړو چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړو او له نورو هېوادونو هم، دا تمه لرو چې زموږ کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه‌کړي. "

متقي د افغانستان موقعیت ته په اشاره ویلي، چې اسلامي امارت هڅه کوي د موقعیت له ظرفیته ګټه واخلي.

امیرخان متقي زیاته کړې: "اسلامي امارت دا نیت لري چې افغانستان په سیمه کې د اقتصادي انقلاب برخه شي."

امیرخان متقي او ورسره مل پلاوی یې د تېرو څلورو ورځو راهیسې په دوحه کې دي او د تېرې شنبې او یکشنبې پر ورځو یې امریکایي چارواکو سره خبرې کړي.

امیرخان متقي په بېګانۍ خبرو کې دا هم ویلي چې د اسلامي امارت او طالبانو ترمنځ د دوحې لاسلیک شوی سند دې په بشپړه توګه عملي شي، چې د دواړو غاړو ترمنځ موجودې ستونزې هوارې شي.

په پام کې ده چې د اسلامي امارت دا پلاوی د اروپايي ټولنې له استازو سره هم وګوري.

امیرخان متقي وایي چې افغانستان کې یوه داسې سیاسي جوړښت ته اړتیا ده چې په کور دننه اړتیاوو ته ځواب ووايي او نړۍوالو اصولو ته ژمن وي.

Thumbnail

د بهرنیو چارو وزارت سر پرست امیرخان متقي بېګاه په دوحه کې وویل، چې اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د ښو اړیکو پیغام رسولی او په دې سره یې نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو نوی باب پرانیستی.

متقي چې په قطر کې یې د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز کې خبرې کولې ویې ویل، چې افغانستان د نړۍ له هېوادونو تمه لري چې کورنۍ چارو کې یې لاسوهنه و نه‌کړي.

متقي ویلي: "افغانستان نړۍ ته د ښو اړیکو پیغام رسولی. موږ نه غواړو چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړو او له نورو هېوادونو هم، دا تمه لرو چې زموږ کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه‌کړي. "

متقي د افغانستان موقعیت ته په اشاره ویلي، چې اسلامي امارت هڅه کوي د موقعیت له ظرفیته ګټه واخلي.

امیرخان متقي زیاته کړې: "اسلامي امارت دا نیت لري چې افغانستان په سیمه کې د اقتصادي انقلاب برخه شي."

امیرخان متقي او ورسره مل پلاوی یې د تېرو څلورو ورځو راهیسې په دوحه کې دي او د تېرې شنبې او یکشنبې پر ورځو یې امریکایي چارواکو سره خبرې کړي.

امیرخان متقي په بېګانۍ خبرو کې دا هم ویلي چې د اسلامي امارت او طالبانو ترمنځ د دوحې لاسلیک شوی سند دې په بشپړه توګه عملي شي، چې د دواړو غاړو ترمنځ موجودې ستونزې هوارې شي.

په پام کې ده چې د اسلامي امارت دا پلاوی د اروپايي ټولنې له استازو سره هم وګوري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه