Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وزیرانو شورا پرېکړه؛ نا اهله کسان به د طالبانو له لیکو وایستل شي

د وزیرانو شورا د پرېکړې پر بنسټ به د طالبانو له لیکو بې بندوبار او نامطلوب کسان وایستل شي.

د کورنیو چارو وزارت د دغه کار موخه، د هغو کسانو له خوا چې ناروښانه مخینه لري او د هغوی کړنې له اسلامي امارت سره په ټکر کې دي، د اسلامي امارت له نامه د ناوړه ګټنې اخیستې مخنیوی ګڼي.

د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې د وزیرانو شورا پرېکړه کړې ده چې د اوسني حکومت له لیکونه نامطلوب کسان وباسي.

په اعلامیه کې دا نه ده څرګنده شوې چې دغه نامطلوب کسان څوک دي، خو د کورنیو چارو وزارت وایي چې له نامطلوبو کسانو نه موخه هغه کسان دي چې ناڅرګنده مخینه لري، یایې کړنې مشکوکې دي او یا یې هم د کار بڼه د اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی په دې هکله څرګندوي:«اسلامي امارت د صفونو د تصفیې لپاره یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړی دی چې په ترکیب کې یې، دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او استخبارات شامل دي. د دوی دنده دا ده چې په صف کې هغه خلک چې هغه په سیمه کې یو بد بګرونډ ولري یوه بده سابقه ولري، هغه د مجاهدینو له لیکو څخه وباسي او صفونه تصیفه شي.»

د سیاسي چارو یو شنونکی وایي چې دغه پرېکړه له هېوادوالو سره د اسلامی امارت د یو شمېر غړو له ناسم چلند وروسته شوې ده.
                      
د سیاسي چارو شنونکی امان الله هوتکی وايي:«د طالبانو دغه پرېکړه په ټول افغانستان کې په خصوصاً په کابل کې وي یا په غټو ښارونو کې وي یا په اطرافو کې وي، دا په خیر بولم.»

د مدني ټولنې فعال فردین فدايي هم زیاتوي:«دا یو نېک ګام دی او هیله لرم چې دا پلي شي، نا اهله کسان او هغه کسان چې وړتیا نه لري او ناوړه استفاده کوونکي چې د اسلامي امارت له ادرسه استفاده کوي هغو ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.» 

خو ځيني نور کسان بیا ټینګار کوي چې دغه بهیر باید سیاسي او سلیقه يي نه وي.
 
د افغانستان د مدني ټولنې د مجتمع رییس عزیز رفیعي وايي:«د طالبانو او د طالبانو د عسکرو په وړاندې تر ټولو ستره ننګونه د خلکو او د دوی ترمنځ د اعتماد رامنځته کول دي او له بل لوري د بې وزلۍ او تنګ لاسۍ ناورین دومره پراخه شوې ده چې کولای شي د هر ډول فساد لپاره زمینه پرانیزي.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت د یو شمېر غړو له لوري د ځينو کسانو د وهلو ټکولو، خپل سرو هڅو او د هېوادوالو پر وړاندې د نامطلوبو کړنو رپوټونه خپاره شوي وو، خو اسلامي امارت په ځلونو ټینګار کړی دی چې هېڅوک له خلکو سره د دغه راز چلن حق نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه