Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خوړو نړۍوال سازمان پنځو میاشتو کې۵ مېلیونو تنو ته مرستې برابروي

د خوړو نړۍوال سازمان وايي چې تر راتلوونکو پنځو میاشتو د افغانستان په شمالي ولایتونو کې پنځه مېلیونو تنو ته د خوړو او نغدو پیسو مرستې کوي.

د دغه سازمان چارواکي ټينګار کوي چې د هېواد د شمالي هېوادونو ۶۰ سلنه اوسېدونکي بې وزله دي او دغه شمېر تر راتلوونکو دوو میاشتو به ۷۰ سلنې ته ورسېږي.

دغه مرسته رستندویه بنسټ وايي چې د هوا له سوړوالي سره، لوږه او ناداري به زیاته شي او د افغانستان ډېر وګړي به بشرپاله مرستو ته اړتیا پیدا کړي.

د افغانستان په شمال کې د خوړو نړۍوال سازمان مسوول نحیب الله رحماني وویل:«د شمالي سیمو کابو ۶۰ سلنه خلک دم ګړۍ له لوږې سره مخ دي او دا شمېر به تر راتلوونکو دوو میاشتو ۷۰ سلنې ته لوړ شي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په مزارشریف کې په سلګونه بې وزلو کورنیو د خوړو نړۍوال سازمان له خوا د وېشل شویو مرستو بستې ترلاسه کړې دي.

دغه کورنۍ وایي چې د روانې وچکالۍ او بې کارۍ له امله یو شمېر خلک دې ته اړ شوي چې، دغو مرستو ته کيني. 

د بلخ اوسېدونکی مولودین په دې هکله وویل:«بې کارۍ او بې وزلۍ خلک ځورولي دي، له هغې پرته ارامي ده شکر.» 

د بلخ اوسېدونکې خدیجه هم څرګندوي:«په کور کې کارګر نه لرو، یو زوی لرم هغه هم ناروغ دی، خاوند مې مړ شوی دی.»
 
د خوړو نړۍوال سازمان هم له نړۍوالې ټولنې غواړي چې، افغانستان ته د بشر پاله مرستو په برابرولو سره په دغه هېواد کې د یوه انساني ناورین له رامنځته کېدو مخنیوی وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه