د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې یو نوی امریکایی چارواکی د تخلیې بهیر او افغانانو د ځای پر ځای کېدو د همغږي کولو مسوولیت په غاړه اخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې مېرمن الیزایب جونز د امریکا تجربه لرونکې ډيپلماټه د تخلیې بهیر او د افغانانو د ځای پر ځای کېدو مسووله تعیین شوې ده.
له دې مخکې په اګسټ میاشت کې په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر جان بس د امریکايي وګړو او د هغوی د همکارانو د تخلیې بهیر مسوولیت پر غاړه درلود.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبر پر بنسټ، مېرمن جونز مسوولیت لري چې د وتلو بهیر، ځای پرځای کېدو او د هغو کسانو لپاره د اسانتیا برابرول چې له افغانستانه وځي، وڅاري.
د مېرمن جونز غوراوی په دوحه کې د اسلامي امارت له استازو سره تر لیدو وروسته شوی دی. په دغې دوه ورځنۍ لیدنه کې، دواړه لوریو د هېوادوالو د حقونو ساتلو، له ترهګرۍ سره د مبارزې، امنیتي اندېښنو او په خوندي توګه د بهرنیو وګړو او د هغو افغانانو چې غواړي هېواد پرېږدي، په هکله بحث او خبرې اترې کړې دي.
له دې لیدنې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت که څه هم دغه لیدنه مثبته او ګټوره وبلله، خو د امنیت او ترهګرۍ موضوع یې اندېښمنوونکې وبلله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، نډ پرایس د دغې لیدنې په هکله وویل:«موږ تل ټينګار کړی دی چې د طالبانو کړنه مهمه ده او موږ د هغوی د کړنو په هکله قضاوت کوو؛ نه هغه څه چې وايي یې.»
بلخوا اسپانیا هم اعلان کړی دی چې دغه هېواد د خپلو وګړو او خپلو افغان همکارانو د وتلو بهیر له سره پيل وي.
په دې اړه مو اندونه