Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

متقي له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې پر افغانستان فشارونه پای ته ورسوي

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اروپايي ټولنې او یو شمېر لوېدیځو هېوادونو له سفیرانو او استازو سره په قطر کې د لیدو پر مهال له هغوی غوښتي دي چې پر افغانستان فشارونه دې پای ته ورسوي.

د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې پر بنسټ، امیر خان متقي په دې کتنه کې پر افغان حکومت د نړۍوالو د فشارونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي متقي په دغې لیدنه کې ټينګار کړی دی چې پر افغان حکومت د فشار نسخه کارنده نه ده او نړۍ باید له اوسني افغان حکومت سره تعامل ولري.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وویل:«د افغانستان د حکومت کمزوري کول د هېڅ چا په ګټه نه دي، هرو مرو یې ناوړه اغېزې په نړۍ پرې وزي، هغه که د امنیت په برخه کې وي او که له افغانستانه د اقتصادي مهاجرینو د ورتلو په بڼه کې. په افغانستان کې د فشار نسخې کار نه دی ورکړی، راځئ د ښه تعامل او همکارۍ په نسخې کار وکړو.»

له دې سره سم، سپینې ماڼۍ د دغې پوښتنې په ځواب کې چې، آیا د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه د امریکا په سیاست کې بدلون راغلی، د سپنې ماڼۍ ویاند جانساکي وویل:«په دې اړه د امریکا په سیاست کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی. »

له ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کې د قطر استازی وايي، طالبانو ژمنه کړې چې، له ترهګرۍ سره مبارزه کوي او همداراز یې په ډاګه کړې چې، د داعش پر وړاندې جنګېږي او هغه به له منځه وړي.

له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د قطر ځانګړی استازی مطلق بن مجید آل قحطاني وايي:«موږ طالبانو او یا هم په کابل کې سرپرست حکومت ته د تبعیض او محرومیت په اړه وايوو، دا یو ښه سیاست نه دی. لږ تر لږه تاسو باید له تبعیض پرته یو حکومت پیل کړئ.»

له بل لوري یو شمېر سیاستوال پر افغانستان د نړۍوالو د فشارونو د دوام په اړه داسې لیدلوری لري.

د افغانستان د ملي پیوستون نهضت مشر اسحاق ګیلاني څرګندوي:«نړۍواله ټولنه هغه مهال تعامل ته داخلېږي چې یو اندازه کورنۍ دنده هم ترسره شي. په څېرو کې یو اندازه بدلون راشي. په وزارتونو کې هغه کسان وګومارل شي چې د افغان ملت او نړۍوالې ټولنې ډاډ ترلاسه کړي.»

د پوهنتون استاد محمد اکرم عارفي هم وايي:«د نړۍوالې ټولنې فشاروه دوه برخې لري. یوه یې اقتصادي او دویمه یې هم سیاسي. په اقتصادي مسله کې که چېرې دوام پيدا کړي، یقیناً چې د افغانستان خلکو ته به درون ګوزار وي.»

د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم اوس اوس ویلي چې، د افغانستان د راتلونکي دولت کړنې به وارزوي او بیا به ورسره خپل چلن عیار کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه