Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاسپورټ غوښتونکو ته د ورځې تر ۴زرو پاسپورټونه وېشل کېږي

په داسې حال کې چې د پاسپورټ ریاست د کار له بیا پيله یې څه باندې یوه اوونۍ تېرېږي، د دغه ریاست چارواکي وايي چې دغه بنسټ تراوسه څه باندې ۳۰ زره پاسپورټونه وېشل دي.

د دې ادارې سرپرست وايي، هره ورځ څلور زره پاسپورټونه وېشي او تر اوسه یې د پاسپورټونو د وېش له درکه ۱۱۰ مېلیونه افغانۍ دولتي خزانې ته ورکړې دي.

یو شمېر کورنۍ پاسپورټ د دې لپاره غواړي چې، خپل ناروغان له هېواده بهر درملنې ته ولېږدوي.
 
یو شمېر نور بیا وايي، په هېواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ له امله غواړي چې، له هېواده بهر کار کولو ته ولاړ شي.

په دې منځ کې داسې کسان هم شته چې، د یوه بل هېواد اقامت لري او یا هم محصلین دي او غواړي چې د خپلو زده کړو د دوام لپاره نورو هېواودنو ته ولاړ شي.

د پاسپورټ ریاست په وینا، لا تر اوسه څه باندې ۳۰ زره پاسپورټونه وېشل شوي او له امله یې څه باندې ۱۱۰ مېلیونه او ۶۰۰ زره افغانۍ د دولت خزانې ته رسېدلي دي.

د پاسپورټ ریاست په وینا، په ورځ کې له څلورو تر څلور نیم زره پاسپورټونه وېشل کېږي او دوی هڅې کوي چې، دغه شمېر په ورځ کې شپږو زرو ته ورسوي.

د پاسپورټ عمومي ریاست له دوه میاشتني ځنډ وروسته نږدې دوه اونۍ مخکې بېرته خپل فعالیت پیل کړی دی.

یو شمېر کورنۍ پاسپورټ د دې لپاره غواړي چې، خپل ناروغان له هېواده بهر درملنې ته ولېږدوي، ځینې نور بیا وايي، په هېواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ له امله غواړي چې، له هېواده بهر کار کولو ته ولاړ شي.

تصویر بندانگشتی

په داسې حال کې چې د پاسپورټ ریاست د کار له بیا پيله یې څه باندې یوه اوونۍ تېرېږي، د دغه ریاست چارواکي وايي چې دغه بنسټ تراوسه څه باندې ۳۰ زره پاسپورټونه وېشل دي.

د دې ادارې سرپرست وايي، هره ورځ څلور زره پاسپورټونه وېشي او تر اوسه یې د پاسپورټونو د وېش له درکه ۱۱۰ مېلیونه افغانۍ دولتي خزانې ته ورکړې دي.

یو شمېر کورنۍ پاسپورټ د دې لپاره غواړي چې، خپل ناروغان له هېواده بهر درملنې ته ولېږدوي.
 
یو شمېر نور بیا وايي، په هېواد کې د بې وزلۍ او بېکارۍ له امله غواړي چې، له هېواده بهر کار کولو ته ولاړ شي.

په دې منځ کې داسې کسان هم شته چې، د یوه بل هېواد اقامت لري او یا هم محصلین دي او غواړي چې د خپلو زده کړو د دوام لپاره نورو هېواودنو ته ولاړ شي.

د پاسپورټ ریاست په وینا، لا تر اوسه څه باندې ۳۰ زره پاسپورټونه وېشل شوي او له امله یې څه باندې ۱۱۰ مېلیونه او ۶۰۰ زره افغانۍ د دولت خزانې ته رسېدلي دي.

د پاسپورټ ریاست په وینا، په ورځ کې له څلورو تر څلور نیم زره پاسپورټونه وېشل کېږي او دوی هڅې کوي چې، دغه شمېر په ورځ کې شپږو زرو ته ورسوي.

د پاسپورټ عمومي ریاست له دوه میاشتني ځنډ وروسته نږدې دوه اونۍ مخکې بېرته خپل فعالیت پیل کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه