کندهار کې سیمهییزو چارواکو طلوعنیوز ته وویل، چې نن د جمعې پر ماسپښین کندهار کې یوه جومات کې درې چاودنه شوې.
ځایي چارواکي وایي لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او له ۷۰ زیات ټپیان دي.
چارواکي وایي چاودنې د ښار لومړۍ حوزې اړوندو کې د امامبارګاه جومات کې شوې.
عیني شاهدان وایي، چې په چاودېدو توکو سمبالو درېیو کسانو لومړی پر لمانځه ولاړو کسانو ډزې وکړې او بیا یې د جومات درېیو برخو کې ځانونو ته چاودنو ورکړې.
عیني شاهدان وایي د وژل شویو او ټپیانو شمېرې تر هغو شمېرو زیاتې دي، چې ځایي چارواکو ویلې دي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد پر ټویټر لیکلي، چې د کندهار نننۍ چاودنې غندي او "لوی جنایت" دی.
تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ یا یوناما دا برید غندلی او ویلي یې دي، چې ترسره کوونکو سره دې یې قانوني چلن وشي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دا پېښه غندلې.
په تېرو اتو ورځو کې دا د شیعه مذهبو پر جومات دویم برید دی.
د تېرې جمعې په ورځ کندوز کې هم یوه جومات کې ځانمرګي برید کې د رسمي شمېرو پر بنسټ لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي او ۱۵۰ نه زیات ټبیان دي.
خو د سیمې علماوو ویلي، چې د کندوز پېښه کې ۱۲۰ تنه وژل شوي او ۱۶۰ نه زیات ټپیان دي.
په دې اړه مو اندونه