ځینو نړۍوالو هېوادونو او سازمانونو په کندهار کې د امام بارګاه فاطیمه پر جومات برید غندلی دی.
امریکا، روسیې، پاکستان، ایران، ملګرو ملتونو او ځينو نورو نړۍوالو هېوادونو د جمعې په ورځ پر لمونځ کوونکو برید غندلی دی.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس، د دغه برید غندلو سربېره ویلي دي:«د افغانستان خلک د ژوند کولو او د سولې په فضا او ارامښت کې د عبادت کولو حق لري.»
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټوني ګوټرش هم ویلي دي هغه کسان چې د دغه برید تر شا دي، باید محاکمه شي.
نوموړی زیاتوي:«زه په کندهار کې د بارګاه پر جومات برید په کلکو ټکو غندم، د وروستیو جنایتونو کوونکي باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان چارواکي باید د امنیت د ټينګښت په برخه کې اړینې تابیاوې ونیسي او د خلکو امنیت ټینګ کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخرووا په دې هکله څرګندوي:«موږ دا ترهګریز او غیرانساني کړنه غندو، موږ تمه لرو چې د دغه برید عاملان په ګوته او د کړو پر سزا یې ورسول شي.»
په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هم ویلي دي چې هېواد یې په کندهار کې د جمعې ورځې پر لمونځ کوونکو برید غندي.
د ایران د بهرنیو چارو وزات هم دغه برید غندلی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان، د بارګاه پر جومات برید غندلی او ویلي یې دي چې دغه برید د دې ښودنه کوي چې په افغانستان کې ترهګر فعالیت لري.
اسلامي امارت د جمعې ورځې برید یو ستر جنایت ګڼي.
د شاهدانو په وینا، تېره ورځ د کندهار په امام بارګاه فاطمیه جومات کې درې پرله پسې چاودنې وشوې، دغه جومات په کندهار کې یو تر ټولو ستر جومات دی.
د پېښې شاهدان وايي چې په وسله او چاودېدونکو توګو درې سمبالو کسانو لومړی پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې او وروسته یې د جومات په درې برخو کې خپلو چاودېدونکو توګو ته چاودنه ورکړه.
د کندهار د ځايي چارواکو په وینا، په دغه برید کې کابو ۵۰ تنه وژل شوي او څه باندې ۷۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
داعش ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.
په دې اړه مو اندونه