Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خوړو نړۍواله ورځ او افغانستان کې د خوړو مصونیت په هکله اندېښنې

د خوړو نړۍوالې ورځې سره هم مهاله د خوړو او کرنې سازمان وايي چې پخوا په افغانستان کې ځينو بنسټونو د کرنې د پیاوړتیا لپاره ځينې پروګرامونه لرل؛ خو اوس یې خپل فعالیتونه درولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو وچکالیو په هېواد کې بې وزلي، ناداري او د خوړو نه خوندیتوب یې د پام وړ زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د پروګرام له لوري د خوړو نړۍواله ورځ ولمانځل شوه. په دې غونډه کې د اقلیم بدلون او کوویډ نولس ناروغي په نړۍ کې د خوراکي توکو د کمښت اصلي لامل وبلل شوه.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د پروګرام مسوول کیودانګیو وايي:«سږکال دغه ورځ په داسې وضعیت کې لمانځو چې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ اغېزې خورا ډېرې وې او ستونزې یې زیاتې کړې دي او د اقلیم د بدلون ناوړه پایلو هم ستونزې زیاتې کړې دي او دا کار په نړۍ په تېره بیا مخ پر ودو هېوادونو کې د خوراکي کړکېچ لامل شوی دی.»

د خوړو ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې افغانستان اوس مهال تر ټولو بد خوراکي کړکېچ تجربه کوي، معتبرو نړۍوالو سازمانونو د شمېرو له مخې اوس مهال د هېواد نیمایي وګړي د خوراکي مصوونیت له نشتوالي مخ دي او شاوخوا دومه مېلیونه ماشومانو د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

پر اقتصادي کړکېچ سربېره سږکال د نړیوالو مرستو کمېدل او د هېواد په شاوخوا پنځه ویشتو ولایتونو کې وچکالۍ د کورنیو د بې ساري اقتصادي ځوړ لامل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه