د کورنیو چارو وزارت د پخواني حکومت او د اسلامي امارت ځواکونو د قربانیانو د ځينو کورنیو لپاره بېلابېلې مرستې برابرې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی وايي، هڅې روانې دي چې، د تېرو شلو کلونو جګړه ځپلو ته د زده کړو او پر ځان د بساینې لپاره موکې برابرې کړي.
نوموړی زیاتوي:«اسلامي امارت د هېواد ټولو یتیمانو ته، که هغه د عسکر یتیم دی او یا د مجاهد یا طالب یتیم دی، ټولو ته یو منظم پلان لرو چې د هغوی ټولو کفالت وکړي. د هغوی د زدکړو، د هغوی د تربیې او د ځان بساینې. یتیم باید په ځان بسیا شي.»
ورته مهال د هېواد د دوو وروستیو لسیزو جګړو کې د وژل شویو ځينې کورنۍ وايي چې له جګړې ستومانه شوي دي او د واقعي سولې غوښتونکي دي.
د فرزانې پلار چې د اسلامي امارت غړی وو؛ په تېرو دوو لسیزوجګړو کې وژل شوی دی. کله چې د هغې د پلار په اړه یې پوښتو؛ نو ستونی یې راډکېږي او ورسره یې اوښکې هم بهېري.
بلې خوا ته بیا مهناز نومې کوچنۍ نجلۍ چې لا د ژوند په خوږو او ترخو نه پوهېږي، د تل لپاره د خپل پلار له مینې محرومه شوې ده.
د مهناز تره زلمی وايي:«پلار یې سمیع الله نومېده. د اسلامي امارت عسکر و چې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې شهید شو.»
شمین بیا تریخ ژوند لري. د دې پلار بیا د تېر حکومت په پولیسو کې یو قومندان و او مخکې له دې چې، دې دنیا ته راشي؛ پلار یې په یوه برید کې ووژل شو.
د پخواني حکومت د پولیسو د یوه قومندان لور شمین وویل:«همدومره پوهېږم چې پلار مې شهید شوی دی.»
په همدې ډول دوی په تېرو شلو کلونو جګړو کې د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او لا هم خپلې راتلونکې ته اندېښنو وړي دي.
دا په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو جګړو د غمیزې یوه برخه ده. دغې جګړې د دوی په څېر زرګونه نورې کورنۍ هم بې سرپرسته کړي او د غم پر ټغر یې کېنولي دي.
په دې اړه مو اندونه