Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جرمني وایي د کډوالۍ مخنیوي لپاره دې افغانانو سره بشري مرسته وشي

د جرمني لومړۍ وزیره انګلا مرکل وایي، چې ګاونډیو او اروپايي  هېوادونو ته د زیاتو افغانانو د کډوالۍ د مخنیوي لپاره باید افغانستان سره بشري مرستې وشي.

مرکل چې پرون یې په ترکیه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره کتلي وایي، چې افغانان باید له هېواده کډوالۍ کې د قاچاقوونکو ښکار نه‌شي.

مرکل دا هم ویلي، چې له اردوغان سره یې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي.

د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل ویلي: "موږ پر افغانستان خبرې کړي. د افغانستان خلک باید د قاچاقوونکو ښکار نه‌شي. موږ باید ډاډه شو، چې افغانستان سره بشري مرستې کېږي. "

په دې کتنه کې مرکل او اردوغان په دوه اړخیزو اړیکو، د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي لپاره د اروپايي ټولنې او ترکیې په توافق هم خبرې کړې دي.

بل‌خوا د بشري حقونو د څار نړۍوال بنسټ ویلي، چې ترکي سرتېرو د پناه‌غوښتنې د نړۍوالو قوانینو خلاف ځینې افغانان په زور اخراج کړي.

د بشري حقونو د څار ډلې یوه رپوټ کې ویلي، چې د وهلو ډبولو له کبله د ځینو پناه‌غوښتونکو هډوکي مات شوي.

د بشري حقونو د څار نړۍوال بنسټ ویلي، چې ترکي سرتېرو د پناه‌غوښتنې د نړۍوالو قوانینو خلاف ځینې افغانان په زور اخراج کړي.

تصویر بندانگشتی

د جرمني لومړۍ وزیره انګلا مرکل وایي، چې ګاونډیو او اروپايي  هېوادونو ته د زیاتو افغانانو د کډوالۍ د مخنیوي لپاره باید افغانستان سره بشري مرستې وشي.

مرکل چې پرون یې په ترکیه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره کتلي وایي، چې افغانان باید له هېواده کډوالۍ کې د قاچاقوونکو ښکار نه‌شي.

مرکل دا هم ویلي، چې له اردوغان سره یې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي.

د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل ویلي: "موږ پر افغانستان خبرې کړي. د افغانستان خلک باید د قاچاقوونکو ښکار نه‌شي. موږ باید ډاډه شو، چې افغانستان سره بشري مرستې کېږي. "

په دې کتنه کې مرکل او اردوغان په دوه اړخیزو اړیکو، د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي لپاره د اروپايي ټولنې او ترکیې په توافق هم خبرې کړې دي.

بل‌خوا د بشري حقونو د څار نړۍوال بنسټ ویلي، چې ترکي سرتېرو د پناه‌غوښتنې د نړۍوالو قوانینو خلاف ځینې افغانان په زور اخراج کړي.

د بشري حقونو د څار ډلې یوه رپوټ کې ویلي، چې د وهلو ډبولو له کبله د ځینو پناه‌غوښتونکو هډوکي مات شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه