Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په خپلواکه توګه د هېواد پر دفاع د ملي دفاع وزارت د مرستیال ټينګار

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال ملامحمد فاضل مظلوم د هېواد د پولو د امنیت پر ټينګښت او هغه څه چې هغه یې په خپلواکه توګه دفاع بولي، ټينګار کوي.

ښاغلی مظلوم چې د بلخ قول اردو د نوي قومندان د معرفۍ په مراسمو کې وینا کوله وویل:«موږ باید کوښښ وکړو چې خپلواکه او ازاده ارودو ولرو. موږ باید د ترلاسه شوې ازادۍ د ساتنې لپاره هڅې وکړو.»

له بل لوري، د مزارشریف د قول اردو نوی قومندان مولوي عطاء‌الله عمري د دغو ځواکونو د مسلکي کېدو په تړاو د خپلو هڅو له دوامه خبر ورکوي. نوموړی زیاتوي، دغه قول اردو به د وسله والو ځواکونو د روزنې پر یوه مرکز بدل شي.

ښاغلي عمري زیاته کړه:«تراوسه هغو کسانو چې هېڅ سواد یې نه درلود، د بسم الله له ویلو سره پر هغوی له قاعدې پيل وو دا هم تعلیمي درس، عقیده يي او درسي او حفظ وي پیلېږي او تر څنګ یې پوځي زده کړې چې په هره برخه کې چې دي.»

په دې منځ کې د بلخ والي وايي، په دې قول اردو کې د هېواد د ټولو پرګنو خلک جذب شوي او په وینا یې د هېواد د امنیت ساتنې په برخه کې د دوی هڅې همداراز دوام لري.

د بلخ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه وايي:«هغو کسانو چې په اسلامي امارت کې یې خدمتونه کړي دي، جهاد او مبارزه یې کړې ده، د اسلامي امارت د مشرانو له لوري د ستاینې وړ دي.»

له دې سره سم، د بلخ امنیتي مسوولین وايي، له څه مودې راهیسې د منصوري لښکر چې، پر مختللو پوځي وسایلو سمبال او ځانګړې پوځي زده کړې ورکړل شوې دي د مزارشریف ښار پر امنیت ساتنې بوخت دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه