Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: داعش پوځي قوت نه لري؛ خو په ګټه یې تبلیغات کېږي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي چې داعش په افغانستان کې پوځي ځواک نه لري؛ خو په هېواد کې د دغې ډلې په ګټه تبلیغات جریان لري.

ښاغلي متقي د ترکیې له اناتولي خبري آژانس سره په مرکه کې وايي چې دغه تبلیغات د افغان حکومت د بې وسې ښودلو په پار دي، نوموړی ګواښ کوي چې پر کابل د نړۍ د فشارونو دوام، داعش ته انګیزه ورکوي.

نوموړي زیاته کړه:«هغوی پوځي قوت نه لري او په افغانستان کې کوم مرکز هم نه لري. البته ورته تبلیغات کېږي ترڅو افغان حکومت کمزوری معرفي شي او پر حکومت بهرني فشارونه زیات شي او له دغو فشارونو داعش مورال اخلي.»

ښاغلي متقي همدارنګه د اهل تشیع د جوماتونو د امنیت د ټينګښت په برخه کې حکومت مکلف وګاڼه.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو غواړي چې د اسلامي امارت د په رسميت پېژندلو په برخه کې مخکښ شي.
 
نوموړي څرګنده کړه:«موږ تمه لرو هغه هېوادونه چې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري، په ځانګړې توګه ګاونډي او د سیمې هېوادونه، له نورو هېوادونو مخکښ شي.»

نوموړی یو ځل بیا د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شویو پيسو پر خلاصېدو ټینګار کوي او له نړۍ غواړي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

ښاغلی متقي په داسې حال کې په افغانستان کې د داعش په تړاو خبرې کوي چې دغې ډلې په وروستیو دوو اوونیو کې په کندوز او کندهار کې خونړي بریدونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې داعش ډلې په وروستیو دوو اوونیو کې په کندوز او کندهار کې خونړي بریدونه کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه