Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هند به د افغانستان په اړه د یوې ناستې کوربتوب وکړي

د هند ملي امنیت شورا وایي چې، د دغه هېواد به د افغانستان په هکله د یوې ناستې کوربه وي، او دغه ناسته به راتلونکې زیږدیزې میاشت کې جوړه شي.

د هندوستان ټایمز د رپوټ له مخې ټاکل شوې ده، دغه غونډه د نوامبر میاشتې په لسمه په نوي ډیلي کې جوړه شي چې د چین، روسیې، پاکستان، ایران  تاجیسکتان د ملي امنیت سلاکاران به په کې ګډون ولري.

بل خوا یوې بلې هندۍ رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو له خولې ویلي دي چې نوی ډيلی د افغانستان د نوي حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره وارله مخه شرطونه لري.
 
د هندو رسنۍ د رپوت په یوې برخه کې راغلي دي:«هند غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د طالبانو د دولت د په رسمیت پېژندلو د موضوع  په هکله چې پاکستان پرې ټینګار کوي، یوازې تر هغې وروسته چې طالبان د ترهګرو، ټولګډونه حکومت او د ښځو او لږکیو د حقونو په تړاو تضمین ورکړي، پرېکړه کېږي.»

بل خوا په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر وایي چې تر اوسه دوی دغې غونډې ته نه دي بلل شوي، خو ټینګار کوي چې ډېر ژر به هند د افغانستان په تړاو د یوې غونډې کوربه وي.
 
په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی وايي:«د نوامبر په ۱۰ او ۱۱مه په نوي ډيلي کې، د شپږو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران د افغانستان په هکله غونډه لري او په دغې غونډه کې تراوسه موږ ته بلنه نه ده راکړل شوې.»
        
د نړۍوالو اړیکو شنونکی طارق فرهادي هم څرګندوي:«هند له یو شمېر ترهګرو ډلو څخه چې په افغانستان کې دي وېره لري. اتفاقاً په دې شپه او ورځ کې پاکستان هم له هغو ډلو وېره لري، خو هند باید یو څيز نوټ کړي چې د افغانستان د امنیتي مسایلو په هکله په کابل کې د حاکم حکومت یو کس هم دعوت کړي.»

اسلامي امارت د دغې غونډې د جوړېدو په تړاو بې خبرې ښيي او وایي چې تر اوسه د افغان حکومت له مشرتابه سره د د دې غونډې په تړاو معلومات نه دي شریک شوي.
 
په دغې ناسته کې به د چین، روسیې، پاکستان، ایران او تاجکستان د ملي امنیت شورا ګانو سلاکاران ګډون وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه