Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زلمي خلیلزاد له دندې استعفا وکړه

زلمي خلیلزاد د افغانستان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي له څوکۍ استعفا وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بېګاه ناوخته اعلان وکړ، چې خلیلزاد له دندې استعفا کړې او پر ځای یې ټوماس وېسټ، افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ګومارل شوی.

بلینکین پر ټویټر لیکلي:"د لسګونه کلونو نه‌ستړي کېدونکي خدمت له کبله، سفیر خلیلزاد ستایوو. افغانستان لپاره د نوي استازي په توګه د ټوماس وېسټ په ګومارلو خوشاله یوو."

د خلیلزاد د استعفا لیک یوه کاپي طلوع‌نیوز ته رسیدلې او په‌کې لیکل شوي، چې اوس بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي او د امریکا جګړه ختمه شوې.

په استعفا لیک کې راغلي:"نن زموږ ځواکونه په افغانستان کې نه‌شته. د امریکا جګړه بالاخره ختمه شوه او په هغه جګړه چې ډېر زیات مصرف کېده، اوس کېدلی شي په نورو مهمو برخو ولګول شي."

خلیلزاد ویلي، د مخکیني حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات هغسې چې تمه وه، و نه شول.

خلیلزاد دا هم ویلي، چې پیچلي دلایل شته چې نتیجې ته د خبرو د رسېدو خنډ شول.

زلمي خلیلزاد زیاته کړې، چې په راتلونکو ورځو او اوونیو کې به، د دغو دلایلو په هکله ولیکي.

زلمي خلیلزاد وروسته له هغې، له خپلې دندې استعفا وکړه، چې د تېر اګېسټ وروستیو کې، وروستي امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووتل او په دې سره یې افغانستان کې خپل ۲۰ کلن نظامي حضور داسې ختم کړ، چې اسلامي امارت بیا واک ته ورسېد.

خیلزاد دا هم ویلي، د دایمي سولې لپاره چې له موجود فرصت نه سمه استفاده و نه‌شوه، پرې خوابدی دی.

د هغه په وینا، افغانانو کولی شوای، چې له موجود فرصت نه داسې کار واخلي، چې د ۴۰ کلونو جګړه ورسره ختمه شوې وای.

زلمي خلیلزاد ویلي: "زموږ د ډېرو هڅو او پراخې ډېپلوماسۍ سره، چې ما، زموږ ټیم او نړۍوالې ټولنې پرې ټینګار کاوه، افغانانو و نه‌شو کړای، چې له فرصت نه کار واخلي او د ۴۰ کلونو جګړه په عادلانه شکل ختمه کړي."

زلمي خلیلزاد له دندې استعفا وکړه

خلیلزاد ویلي، چې افغانستان کې د ۴۰ کلونو جګړې ختمولو لپاره له موجود فرصت نه افغانانو سم کار وانخېستلی شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه