بلخ کې د اسلامي امارت چارواکو پرون دوشنبه ویلي، چې د قزاقستان بشري مرسته د حیرتانو بندر ته رسیدلې.
بلخ کې طبیعي پېښو ته د رسېدو چارو رییس عبداللطیف حقاني ویلي، چې په وررسېدلو مرستو کې اوړه هم شامل دي.
حقاني ویلي، دا مرستې به په اړمنو خلکو ووېشل شي.
عبداللطیف حقاني زیاته کړې:"د قزاقستان له ولسمشر او خلکو نه ډېره مننه کوو چې په دې سختو شرایطو کې یې د افغانستان خلکو سره مرسته وکړه."
حیرتانو کې مسوولین وایي، د قزاقستان مرسته رارسېدلې، چې ۷۰ کانتینرو کې اوړه دي، چې په هر کانتینر کې له ۵۴ تر ۶۸ ټنه پورې اوړه دي.
حیرتانو کې د بندري خدمتونو رییس عبدالودود قانع ویلي، بېوزلو سره دا بشري مرسته ښه اغېز کولی شي.
ښاغلي قانع ویلي:"په رارسېدلیو کانتینرونو کې موجود اوړه راښکته کړای شوي دي."
افغانستان ته د قزاقستان مرسته داسې مهال رارسېدلې، چې د تېرې یکشنبې په ورځ د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي کابل کې د اسلامي امارت چارواکو سره په سوداګریزو اړیکو او اقتصادی همکاریو خبرې وکړې.
په هغه ورځ د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي وویل، چې هېواد یې افغانستان سره د پینځه زره ټنو اوړو مرسته کوي.
په دې اړه مو اندونه