Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان سولې په هکله د خلیلزاد د کړنو په وړاندې غبرګونونه

زلمی خلیلزاد په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې په رسمي توګه د امریکا متحده ایالتونو له لوري د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو.

نوموړي په دوحه کې د طالبانو له استازو سره له اتلس میاشتو خبرو وروسته له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړه چې پر بنسټ یې امریکا متحده ایالتونو له افغانستانه خپل ځواکونه واېستل، خو دغه هوکړه لیک افغانستان ته څه ګټه درلوده؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې د خلیلزاد ترسره کړې چارې یې ستایلې دي، په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د خلیلزاد مرستیال ټوماس ویسټ یې د هغه د ځای ناستي په توګه ګومارلی دی.

د خلیلزاد په استعفالیک کې راغلي دي چې همتړوني یې ونه توانېدل چې په افغانستان کې سوله رامنځته کړي، خو ویلي یې دي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره په دغه هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې ده.

د هېواد د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل د خپل ټوېټر پر پاڼه خلیلزاد د یوه دوکه کوونکي په توګه یاد کړی دی.

د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتیا هم د افغانستان په چارو کې د خلیلزاد رول ورانوونکی بللی دی.

خلیلزاد تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د جورج بوش د ځانګړي استازي، په کابل کې د امریکا د سفیر او په عراق او ملګروملتونو کې د امریکا د سفیر په توګه کار کړی دی .
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه