Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دمسکو غونډه کې پر ټول ګډونه حکومت د روسیې بهرنیو چارو وزیر ټينګار

د مسکو په ناسته کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه او همه شمول حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د مسکو غونډه د امریکا له ګډون پرته د څه باندې لسو هېوادونو د استازو په ګډون سره د روسیې په پلازمېنه کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اوسنی وضعیت کړکېچن وباله او له نړۍوالو یې وغوښتل چې، د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف په دې هکله وايي:«د نړۍوالو له لوري په کابل کې د اوسنیو چارواکو د په نه رسمیت پېژندل او همداراز اقتصادي، ټولنیز او بشري ستونزې د دې ښکارندويي کوي چې، په افغانستان کې وضعیت له بې ثباتۍ سره مخ دی او له دې وضعیته داعش او القاعده ناوړه ګټه اخلي.»

نوموړی په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه حکومت جوړېدل ډېر مهم ګڼي:«په افغانستان کې ثبات ته رسېدل یوه رښتیني ټول ګډونه حکومت ته چې، د ټولنې د ټولو پرګنو ګټې په کې انعکاس شي، اړتیا لري.»

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم وویل:«په افغانستان کې د اوسنیو چارواکو په نه رسمیت پېژندلو سره نړۍواله ټولنه اصلاً افغان ولس ته جزا ورکوي. موږ د نړۍوالو جرمونو، د نشه يي توکو د قاچاق، امنیت ساتنې او د افغانستان ګاونډیو ته د ډاډ ورکړې په اړه خبرې وکړې او د افغانستان چارواکو هم په دې اړه ډاډ ورکړ.»

بلخوا د رییس الوزرا دویم مرستیال په دغه ناسته کې یو وار بیا غږ کړی چې نړۍ باید د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.

د رییس الوزرا دویم عبدالسلام حنفي څرګندوي:«د افغانستان اوسنی حکومت هم ټول ګډونه دی، تاسو پوهېږئ چې، اوس هم نږدې ۵۰۰ زره دولتي کارکوونکي له موږ سره کار کوي او ټول یې پخواني کارکوونکي دي.»

په دې غونډه کې له افغانستانه د رییس الوزرا د دویم مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یوه ۱۲ کسیزه پلاوي ګډون کړی دی.
دغه پلاوی له نړۍوالو غواړي چې، د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني او له واشنګټنه هم غواړي چې، د افغانستان شتمنۍ آزادې کړي.

ښاغلی حنفي وايي:«موږ نظامي مرستو ته اړتیا نه لرو، موږ په افغانستان کې له بیارغونې او سولې ملاتړ ته اړتیا لرو.»

سره له دې چې، د روسیې بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، په دې غونده کې به د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندو په اړه مسایل مطرح نه شي؛ خو بیا هم داسې انګېرل کېږي چې، د مسکو غونده به د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره یوه لاره پرانيزي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، مسکو، بیجینګ او اسلام اباد ژمنه کړې، پرته له دې چې، د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت وپېژندل شي، افغان ولس لپاره به بشرپاله مرستې برابرې کړي او د دغه هېواد له اقتصاده به هم ملاتړ وکړي.

د مسکو په ناسته کې چې نن ترسره شوه، د چین، ایران، هند او پاکستان په شمول د لسو هېوادونو استازو ګډون کړی و، خو امریکا دغې ناستې ته څوک نه ورلېږلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه