ځینې افغان هنرمندان د موسیقۍ راتلونکې ته په اندېښنې سره وایي، چې افغانستان کې د اسلامي امارت د حکومت په راتګ سره، د دوی د عاید سرچینې بندې شوي.
په تېرو څو کلونو کې ګڼو هنرمندانو د موسیقۍ له درکه خپل عایدات برابرول.
یوه هنرمند جعفر خلیلي ویلي:"زموږ هنر پر خلکو بد اغېز لري. زموږ موسیقي د هنر په چوکاټ کې ده."
ځینې هنرمندان وایي، چې د موسیقۍ په غږولو سره به یې خپلو کورنیو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوله، خو اوس د عاید یوه سرچینه هم نهلري او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.
یوه بل هنرمند څاروان منور ویلي:"په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۸ زره هنرمندان دي، چې د هر یوه کورنۍ تر ۲۵ تنه غړي لري – نو موږ ته دې تنخوا وټاکل شي."
یوه بل هنرمند اصف خلیلي ویلي:"هر هېواد کې فرهنګ او ملي سرود و نهلري، هغه هېواد پرمختګ نهشي کولی."
هنرمندان پر حکومت غږ کوي، چې که د موسیقۍ اجازه نه ورکوي، نو په بله برخه کې دې د کار اسانتیا وربرابره کړي.
د غازي په نامه یوه هنرمند ویلي:"موږ د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند یوو، بېوزله یوو، زموږ برخلیک دې معلوم شي."
که څه هم هېواد کې د موسیقۍ په هکله د اسلامي امارت دریځ ډېر څرګند نه دی، خو ځینو مشرانو یې په ویناوو کې ویلي، چې موسیقي د اسلام خلاف ده.
بهر مېشتې افغانې هنرمندې اریانا سعید پر اسلامي امارت غږ کړی چې:"د هنرمندانو ماشومان له لوږې وږي وېده کېږي، زه هیله لرم چې د کار اجازه ورکړل شي او هنرمندان بېرته خپل فعالیت شروع کړي."
په دې اړه مو اندونه