Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران د افغانستان په هکله د سیمه ییزې غونډې کوربتوب کوي

ټاکل شوې ده، د دې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ تهران د افغانستان په تړاو د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو کوربه وي.

دغې غونډې ته چې په حضوري ډول ترسره کېږي، له افغانستان نه هم استازی بلل شوی دی.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله وايي:«دا غونډه په ګاونډیانو پورې اړه لري. موږ ته تراوسه بلنه نه ده راکړل شوې، خو خبر لرو چې غونډه جوړېږي.»

پاکستان، چین، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او روسیه هغه هېوادونه دي چې په دې غونډه کې به ګډون وکړي او د ګاونډيو هېوادونو سیاسي استازي به په افغانستان کې د پراخ بنسټه ملي حکومت پر جوړېدو او د جګړې پر پای ته رسېدو بحث وکړي.
 
د پخوانی حکومت تر سقوط وروسته دا دویمه سیمه ییزه غونډه ده چې د افغانستان په تړاو جوړېږي. په اوسني وضعیت کې چې د افغانستان حکومت د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، دغه راز غونډې د هېواد لپاره مهمې بلل کېږي.

پرون هم د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په افغانستان کې د ایران له سفیر بهارد امینیان سره وکتل. د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دواړه لوري پراقتصادي او سیاسي مسایلو او په ایران کې د افغان کډوالو پر ستونزو غږېدلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه