په هرات کې ځينې سرچینې وايی چې تېره شپه د هرات ښار په پنځلسمه حوزه کې پر یوه کور د اسلامي امارت د عملیاتو او له وسله والو کسانو سره د نښتې په ترڅ کې د اوو ماشومانو او درې ښځو په ګډون ۱۶ تنه وژل شوي دي.
دغه سرچینې زیاتوي چې دغه کور د داعشیانو پټن ځای وو.
د دغو سرچینو په وینا، په دغو عملیاتو کې چې د داعشیانو پر پټن ځای شوي وو، د اسلامي امارت درې تنه ځواکونه هم وژل شوي دي.
د هرات ښار د پنځلسمې حوزې امر میر غازي وايي:«له هغوی څخه وسلې، چاودېدونکي توکي او لاسي بمومه پاتې وو.»
د اسلامي امارت غړی عبدالحق صمیم هم څرګندوي:«لس نیمې بجې پيل او کابو ترڅلورو بجو یې دوام وکړ.کلاشینکوف او ماشینداره یې لرله.»
د دې سربېره چې ځينې سرچینې وايي چې په دغو نښتو کې د اوو ماشومانو او درې ښځو په ګډون شپاړس تنه وژل شوي دي، خو د اسلامي امارت چارواکي یوازې د څلورو انسان تښتوونکو وژل تایید وي.
د هرات د اطلاعات او کلتور ریاست سرپرست مولوي نعیم الحق حقاني وايي:«په دغو نښتو کې څلور تنه انسان تښتوونکي وژل شوي دي.»
په دغو نښتو کې د سیمې اوسېدونکو کورونو ته هم زیان رسېدلی دی.
د هرات ښار د پنځلسمې حوزې د ګذر وکیل محمد عثمان څرګندوي:«کابو اوه تر اتو کورونو ته زیان رسېدلی دی.»
په نږدې درې وروستیو میاشتو کې دا په هرات ښار کې تر ټولو خونړۍ پېښه ده.