Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د ستر انساني ناورین په تړاو د م.م سازمان ګواښ

د ملګرو ملتونو سازمان ګواښ کوي که چېرې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته رسېدنه ونه شي، په نړۍ کې به له ستر انساني ناورین سره به مخ شي.

د دغه سازمان عمومي منشي ټینګار کوي چې له افغانستان سره د مرستې لپاره ډېر وخت په واک کې نشته او له نړۍ غواړي چې ژر تر ژره افغانستان ته خپلې بشرپاله مرستې واستوي.
  
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیوګوټرش وویل:«دغه پېښه د کېدو په درشل کې ده، موږ له وخت سره په سیالۍ کې یوو، څو په راروان ژمي کې د افغانستان له خلکو سره ډېرې بشردوستانه مرستې وکړو او د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کړو.»

بل خوا د خوړو نړۍوال سازمان وایي چې بې وزلي د افغانستان له کلیو ښارونو ته رسېدلې ده او که ژر ترژره ګام پورته نه شي ،په راروان ژمي کې به مېلیونونه تنه له سختې لوږې سره مخ شي.
 
د خوړو د نړۍوال سازمان ویاند وحیدالله اماني وايي:«باید ژر تر ژره افغانستان ته خپلې مرستې واستوي، ځکه وروستۍ شمېرې ښیي چې په افغانستان کې ۲۳ مېلیونه تنه سمو خوړو ته لاسرسۍ نه لري افغانستان له یوه ستر انساني ناورین سره مخ دی.»

په هېواد کې ډېری هېوادوال له بې وزلۍ او تنګ لاسۍ سره مخ دي، په دې منځ کې د زرمینې کورنۍ د سلګونه بې وزله کورنیو یوه بېلګه ده.

د دې کورنۍ په وینا له درېیو څاښتونو نه یوازې یو څاښت خپلو ماشومانو ته ډوډۍ برابرولای شي.
 
د کابل اوسېدونکې زرمینه وايي:«د دې لپاره چې ماشومان مې وږي پاتې نه شي، د کور ټول توکي مې وپلورل؛ خو نه شم کولای چې ورته درې وخته خواړه برابر کړم، کومه ورځ چې پیسې وي ورته خواړه اخلم له هغې پرته وږي وي.»
 
د کابل بل اوسېدونکی فهیم هم څرګندوي:«زه معیوبه یم کار نه شم کولای ځکه هېڅ وس یې نه لرم چې خپلو ماشومانو ته حتا وچه ډوډۍ هم چمتو کړم.»

د خوړو نړیوال سازمان په داسې حال کې په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کېدو په تړاو خبرداری ورکوي چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو ژمنه کړې ده چې د دې مرستې یو پر دریمه برخه د ملګرو ملتونو د خوړو په سازمان پورې اړوند ده، خو تر اوسه افغانستان ته د دغو مرستو د رارسېدو څه څرک نه لګېږي. 

ورته مهال د خوړو نړیوال سازمان وایي چې، د افغانستان له نیمایي زیات وګړي به په راتلونکي ژمي کې د خوړولو لپاره به مناسب څه خواړه ونه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه