Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان په اړه د ایران غونډه؛ پر ټول ګډونه حکومت د تهران ټينګار

د افغانستان په هکله د سیمه ییزو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دویمه غونډه نن (چهارشنبې، د لړم په ۵مه) په تهران کې جوړه شوه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغې غونډه کې په افغانستان کې پر ټول ګډونه حکومت ټينګار وکړ.

عبداللهیان زیاته کړه چې په دغه هېواد کې له اوسني کړکېچ څخه د وتلو لار په کورني یووالي او له افغانستان سره د ګاونډیو هېواونو د همکارۍ او مرستو په دوام پورې تړلی بولي.

هغه وویل:«موږ په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت له جوړېدو ملاتړ کوو. په دې هکله باید ټينګار وکړ چې د افغانستان د خلکو او له ګاونډیو سره د سرحدونو د حاکم سرپرست پلاوي لومړی درجه مسوولیت دی.»

ټاکل شوې وه چې دغه غونډه د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي له وینا سره پیل شي، خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر غونډه پيل کړه.

عبداللهیان ټينګار وکړ چې په دغې ناسته کې د افغانستان ګاونډي باید د دغه هېواد د وګړو او پولو د امنیت په هکله ډاډ ترلاسه کړي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې د افغانستان د اوسنیو ستونزو ستره برخه د بهرنیانو د لاسوهنې له امله ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دغې غوڼډه کې وویل چې نړۍواله ټولنه او سیمه ییز هېوادونه باید له افغانستان سره په تعامل کې وي.

قریشي زیاته کړه پاکستان د یوه ثبات لرونکي افغانستان غوښتونکی دی چې په سیمه ییز نښلون او سیمه ییز ټيکاو کې ونډه واخلي. هغه همدارنګه له افغانستان سره د بشرپاله مرستو د دوام غوښتونکی هم دی.

قریشي وویل:«موږ باید طالبان قانع کړو چې نور ګامونه پورته کړي او دغه بهیر پياوړی کړي.» 

د چین او روسیې د بهرنیو چاررو وزیران د مجازي لارې څخه په دغې غونډه کې ګډون کړی وو.

دغې غونډې ته د اسلامي امارت چارواکي بلل شوي نه وو.

ورته مهال اسلامي امارت تمه لري چې دغه غونډه د افغانستان او ایران ترمنځ د ډیپلوماټيکو اړیکو د پیاوړتیا لامل شي.

تهران نن د افغانستان په هکله د سیمه ییزو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه