Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د تاجیکستانۍ مېرمنې بې برخلیکي

یوې کابل مېشتې تاجکستانۍ مېرمنې ادعا کړې خاوند یې چې افغان دی، وهلې او ټکولې ده.

دغه ښځه بیک نظر نومېږي وايي چې دوه میاشتې وشوې چې خاوند یې بهر وتلی، خو دا یې کابل کې یوازې پرې اېښې ده.

بیک نظر وايي:«ما ته یې ویل چې ته خطرناکه یې او ما ته زیان رارسوې. له همدې امله یې خوشې کړم او ولاړ. دقیق نه پوهېږم چې چېرته تللی دی او زه یې په فکر کې هم نه ځکه ځوان زوی مې له لاسه ورکړ او نور هېڅ هم راته مهم نه دي.»

دا وايي، ۲۷ کاله مخکې له یوه افغان سره تر واده وروسته افغانستان ته راغله او په دې موده کې یې له خپل مېړه او بچیانو سره په کابل کې ژوند کاوه؛ خو په وینا یې د یوازني زوی له وژل کېدو چې پولیس وو وروسته، د خپل خاوند له لوري تل وهل ټکول کېده.

دغه مېرمن وايي، د خپل وضعیت په تړاو یې څو وارې په کابل کې د تاجیکستان سفارت ته شکایت وکړ؛ خو په وینا یې هر ځل یې رد جواب اورېدلی دی.

هغه زیاتوي:«زه تاجیکستان ته نه ځم. که چېرې هغوی زه منلې وای زه به په دغې ستونزه کې نه وم که چېرې هلته ولاړه شم ما بندي کوي. له همدې امله تاجیکستان ته نه ځم.»

نوموړې د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي چې د سرپناه مرسته دې ورسره وکړي.

بیک نظر څرګندوي:«ما دې یوه لېرې ځای ته بوځي چې له هر څه نه لېرې وم. په کابل کې په پارکونو کې شپې او ورځې تېروم که چېرې په دغه وضعیت کې وم شونې ده له منځه ولاړه شم.»

کابل کې د تاجیکستانۍ مېرمنې بې برخلیکي

بیک نظر وايي چې د ژوند هېڅ لاره ګودره ورته معلومه نه ده او د کابل د واټونو پر غاړو شپې سبا کوي.

Thumbnail

یوې کابل مېشتې تاجکستانۍ مېرمنې ادعا کړې خاوند یې چې افغان دی، وهلې او ټکولې ده.

دغه ښځه بیک نظر نومېږي وايي چې دوه میاشتې وشوې چې خاوند یې بهر وتلی، خو دا یې کابل کې یوازې پرې اېښې ده.

بیک نظر وايي:«ما ته یې ویل چې ته خطرناکه یې او ما ته زیان رارسوې. له همدې امله یې خوشې کړم او ولاړ. دقیق نه پوهېږم چې چېرته تللی دی او زه یې په فکر کې هم نه ځکه ځوان زوی مې له لاسه ورکړ او نور هېڅ هم راته مهم نه دي.»

دا وايي، ۲۷ کاله مخکې له یوه افغان سره تر واده وروسته افغانستان ته راغله او په دې موده کې یې له خپل مېړه او بچیانو سره په کابل کې ژوند کاوه؛ خو په وینا یې د یوازني زوی له وژل کېدو چې پولیس وو وروسته، د خپل خاوند له لوري تل وهل ټکول کېده.

دغه مېرمن وايي، د خپل وضعیت په تړاو یې څو وارې په کابل کې د تاجیکستان سفارت ته شکایت وکړ؛ خو په وینا یې هر ځل یې رد جواب اورېدلی دی.

هغه زیاتوي:«زه تاجیکستان ته نه ځم. که چېرې هغوی زه منلې وای زه به په دغې ستونزه کې نه وم که چېرې هلته ولاړه شم ما بندي کوي. له همدې امله تاجیکستان ته نه ځم.»

نوموړې د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي چې د سرپناه مرسته دې ورسره وکړي.

بیک نظر څرګندوي:«ما دې یوه لېرې ځای ته بوځي چې له هر څه نه لېرې وم. په کابل کې په پارکونو کې شپې او ورځې تېروم که چېرې په دغه وضعیت کې وم شونې ده له منځه ولاړه شم.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه