Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېرو دوو میاشتو کې دخبریالانو په وړاندې د زور زیاتي۳۰پېښې ثبت شوي

د خبریالانو ملي ټولنې نن چهارشنبې (د لړم ۵مه) کابل کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د دغه بنسټ د یوې سروې له مخې په تېرو دوو میاشتو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي څه باندې ۳۰ پېښې ثبت شوې دي.

دغه بنسټ زیاتوي چې دغه پېښې په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ وروسته شوې دي.

د خبریالانو ملي ټولنه وايي چې، ۹۰ سلنه دغه پېښې د اسلامي امارت له لوري او پاتې یې د ناپېژانده کسانو له لوري ترسره شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې مسوول مسرور لطفي وايي:«د افغانستان د خبریالانو ملي ټولنې په څو وروستیو ورځو کې د هېواد په کچه د خبریالانو د وضعیت په هکله یوه ټولیزه څېړنه وکړه، چې ښيي په هېواد کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۳۰ پېښې شوي چې کابو ۹۰ سلنه دغه پېښې د طالبانو له لوري دي.»

یو شمېر خبریالان سره له دې چې، له شته وضعیته اندېښمن دي؛ خو بیا هم له اسلامي امارته غواړي چې، د خبریالانو او اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق په اړه د قوانینو د وضع کېدو غوښتونکي دي.

خبریال محمد صاحب زاده څرګندوي:«زموږ یوه اصلي ستونزه دا ده چې موږ اطلاعاتو ته سم لاسرسی نه لرو؛ که چې د رپوټ چمتو کولو ته ځوو له ستونزو سره مخ کېږو.»

خبریاله فرحناز هم وايي:«زما غوښتنه دا ده کله چې موږ (مېرمنې) کار کولای شوو، نو ولې ښځې په دولتي رسنیو کې کار نه شي کولای؟ هغوی ته هم باید اجازه ورکړل شي.»

ورته مهال د کورنیو چارو وزارت وايي، هغو طالبانو چې له خبریالانو سره یې تاوتریخجن چلن کړی، د قانون منګولو ته سپارل شوي دي او هڅې کېږي چې، د خبریالانو امنیت وساتل شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی زیاتوي:«اسلامي امارت په ځینو موردونو کې د دغو پېښو عاملین نیولي دي، هغو کسانو چې خبریالانو ته یې سپکاوی کړی دی، پوهول شوي دي.»
                                  
دا په داسې حال کې ده چې، د افغانستان د خبریالانو ملي ټولنې درې اوونۍ مخکې هم ویلي وو چې، د نوي حکومت له رامنځته کېدو سره سم، نږدې ۷۰ سلنه خبریالان ېیکاره شوي او نږدې ۷۰ سلنه رسنۍ د اقتصادي او نورو لاملونو له امله تړل شوې دي.

خو د کورنیو چارو وزارت وايي، هغو طالبانو چې له خبریالانو سره یې تاوتریخجن چلن کړی، د قانون منګولو ته سپارل شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه