Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو فعالیتونه ۵۰ سلنه کم شوي

د ځينو خصوصي پوهنتونو مسوولان وايي چې په وروستیو درېیو میاشتو کې يې فعالیتونه کم شوي دي او زده کړیالان یې درسونو ته ډېر نه راځي.

د دوی په وینا، د خصوصي پوهنتونونو ډېری فعالیت د زده کړیالانو فیسونو پورې تړلی دی؛ نو په اوسنیو شرایطو کې د زده کړیالانو په شمېر کې کمښت د دوی چارې هم له ننګونو سره مخ کړې دي.

د یوه خصوصي پوهنتون اداري مسوول فرهاد امین وویل:«خصوصي پوهنتونونه د زده کړیالانو پر فیس متکي دي او د پوهنتونونو تمویلي مرجع د زده کړیالانو فیس دی.»

په همدې حال کې د خصوصي پوهنتونو ټولنه وايي، په ټول هېواد کې د خصوصي پوهنتونو فعالیتونه ۵۰ سلنه راکم شوي دی.

چارواکي همداراز زیاتوي، اوسنیو اقتصادي شرایطو ته په کتو یې د زده کړیالانو په فیسونو کې یې تر ۲۰ سلنې کموالی راوستی دی.

د پوهنتون استاد رحمت الله یوسفي طلوع نیوز ته وايي:«د تحصیل کړي نسل بې کاره کېدل او د نجونو د پراخ حضور نشتون هغه لاملونه دي چې ځوانان ډېر کم پوهنتونونو ته د زده کړو په پار مراجعه کوي.»

بلخوا یو شمېر زده کړیالان وايي، د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولی پوهنتونو ته ولاړ شي او درانه فیسونه ورکړي.

زده کړیاله صفیه مرادي وردګ څرګندوي:«زما او نورو زده کړیانو لپاره ستره ننګونه اقتصادي ننګونه ده چې له بده مرغه د ټولنې ټول خلک له هغې سره مخ دي.»

دا په داسې حال کې ده چې، لا تر اوسه دولتي پوهنتونونه هم نه دي پرانېستل شوي؛ خو لوړو زده کړو وزارت ویلي چې، د دولتي پوهنتونونو د بیا پرانېستې لپاره پر یوې نوې کړنلارې کار کوي.

د خصوصي پوهنتونونو ځينې مسوولین وايي، له څو میاشتو راهیسې یې فعالیتونه پیکه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه