Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تېلو بیو ختلو نه وروسته ګڼو خلکو پر بایسکل ګرځېدو ته مخه کړې

د تیلو د بیې له لوړېدو سره سم، په کابل ښار کې پر بایسکلونو ګرځېدل زیات شوي دي.

یو شمېر کابل میشتي وايي، اوس چې د تیلو بیې ختلي؛ نو اړ دي چې، پر بایسکل تګ راتګ وکړي.

د کابل یوه اوسېدونکي عبدالقدیر ویلي: "زه د موټر د کرایې ورکولو وس نه لرم. پر بایسکل ګرځم او کله هم پلی ګرځم. "

د کابل یوه بل اوسېدونکي مختار احمد ویلي: "پر بایسکل ګرځېدل هم چاپیریال نه ککړوي او هم مصرف نه لري. "

له دې سره سم، یو شمېر کابل میشتي وايي، دمګړۍ د ټکسي په کرایو کې ۵۰ سلنه ډېرښت راغلی دی.

د کابل یو اوسېدونکی احمد ضیاء په دې هکله وایي: "د تېلو بیې خورا ختلې دي. مخکې به د لیني موټر کرابه ۲۰ افغانۍ وه، اوس ۳۰  نه تر ۴۰ افغانیو ده. "

دا په داسې حال کې چې، په دې وروستیو کې د تیلو او نورو سون توکو بیې ختلي او دمګړۍ د یو لیتر تیلو بیه ۷۶ افغانیو ته رسېدلې ده.
 
د کابل ښار ځینې اوسېدونکي وایي، چې د تېلو بیې ختلي دي نو ځکه یې پر بایسکل ګرځېدو ته مخه کړې ده.

Thumbnail

د تیلو د بیې له لوړېدو سره سم، په کابل ښار کې پر بایسکلونو ګرځېدل زیات شوي دي.

یو شمېر کابل میشتي وايي، اوس چې د تیلو بیې ختلي؛ نو اړ دي چې، پر بایسکل تګ راتګ وکړي.

د کابل یوه اوسېدونکي عبدالقدیر ویلي: "زه د موټر د کرایې ورکولو وس نه لرم. پر بایسکل ګرځم او کله هم پلی ګرځم. "

د کابل یوه بل اوسېدونکي مختار احمد ویلي: "پر بایسکل ګرځېدل هم چاپیریال نه ککړوي او هم مصرف نه لري. "

له دې سره سم، یو شمېر کابل میشتي وايي، دمګړۍ د ټکسي په کرایو کې ۵۰ سلنه ډېرښت راغلی دی.

د کابل یو اوسېدونکی احمد ضیاء په دې هکله وایي: "د تېلو بیې خورا ختلې دي. مخکې به د لیني موټر کرابه ۲۰ افغانۍ وه، اوس ۳۰  نه تر ۴۰ افغانیو ده. "

دا په داسې حال کې چې، په دې وروستیو کې د تیلو او نورو سون توکو بیې ختلي او دمګړۍ د یو لیتر تیلو بیه ۷۶ افغانیو ته رسېدلې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه