Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیلزاد:ټاکل شوې وه دوو اونیو کې پر ټول ګډونه حکومت هوکړه وشي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي چې د کابل له پرځېدو مخکې ورځو کې، هوکړه شوې وه چې طالب ځواکونه کابل ته را دننه نه شي او د دوو اوونیو په لړ کې پر یوه ټول ګډونه حکومت هوکړه وشي.

نوموړی د سولې بهیر په برخه کې تر ډېره ملامتي د پخواني حکومت د مشرانو پر غاړه اچوي. خو ټینګار کوي چې د مرکچي لوریو نه ژمنتیا د هېواد د اوسني وضعیت له لاملونو ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي:«دا ډول هوکړه وشوه چې طالبان کابل ته نه ځي، نه داخلېږي، او یو شمېر ځواکونه یې هم وو هغه به بیرون راوځي. ورته مهال له کابله یو پلاوی راځي او په دوو اوونیو کې پر یوه ټول ګډونه حکومت هوکړه کېږي.»

ښاغلی خلیلزاد وایي چې د پخواني حکومت د سولې د مرکچي پلاوي غړو هم له طالبانو سره  خبرې او مستقیمې اړېکې لرلې.

که څه هم د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په دې باور دی چې امریکا باید په اوسني وضعیت کې حکومت په رسمیت ونه پېژني، خو په کابل کې د واشنګټن د سیاسي دفتر پر پرانېستلو ټینګار کوي او له اسلامي امارت نه غواړي چې د په رسمیت پېژندلو لپاره بشري قوانین عملي کړي.
 
خلیلزاد وايي چې د دوحې هوکړې د امریکا او طالبانو ترمنځ سولې ته د رسېدو لپاره یو ښه فرصت رامنځته کړ، خو دواړو لوریو له دغې موکې استفاده ونه کړه.

هغه زیاته کړه:«که څه هم د دوحې د هوکړې او ورته مهال کابل کې د ګډې اعلامیې له اعلان سره یو طلايي چانس رامنځته شو، خو له بده مرغه دوه لوري چې په جګړه کې وو له هغې استفاده ونه کړه. زما په نظر تر ډېره دغه ناکامي دواړو لوریو ته متوجې ده.»

بل خوا له ډموکراسۍ د دفاع بنسټ د یوه راپور په خپرولو سره زلمی خلیل زاد د هېواد د سولې بهیر د ناکامېدو او د هېواد د اوسني وضعیت اصلي عامل ګڼي.\

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې تر دې وړاندې هم خلیلزاد د افغان سولې بهیر د نه بریالي کېدو په تړاو د امریکا د یو شمېر سیاستوالو او خلکو له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی.
 
خلیلزاد وايي چې دواړو لوریو طالبانو او جمهوریت د خپلو شرایطو پر بنسټ د سولې غوښتونکي وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه