افغانستان لپاره د امریکا نوی ځانګړی استازی ټام وېسټ پر افغانستان د امریکا له ملګرو سره خبرو لپاره اروپا او اسیا ته روان شوی دی.
وېسټ پر ټویټر لیکلي، چې نړۍواله ټولنه باید یو بل سره په همغږۍ کار وکړي.
ټام وېسټ ویلي: "نن مې اروپا او اسیا ته سفر پیل کړ چې د امریکا ملګرو سره پر افغانستان خبرې وکړم. نړۍواله ټولنه باید یو بل سره کار وکړي چې هڅې اغېزناکې شي. "
ټام وېسټ تر دې سفر وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلنکین سره کتلي.
بلنکین پر ټویټر لیکلي، چې وېسټ به د امریکا له ملګرو سره وګوري او خپل سفر به له بروکسل نه پیلوي.
بل خوا افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفر ویلي، چې دی به ټام وېسټ سره په بروکسل کې پر افغانستان خبرې وکړي.
په دې اړه مو اندونه