د افغان - جاپان روغتون کارکوونکو د معاش نه ورکړې له امله په کاربندیز لاس پورې کړی دی.
هغوی وايي که چېرې تر یوې بلې اوونۍ د هغوی میاشتی معاش ورنه کړل شي، د دغه روغتون دروازه به وتړل شي.
دوی ادعا کوي چې کابو پنځه میاشتې کېږي چې خپل معاشونه یې نه دي ترلاسه کړي.
ورته مهال د دغه روغتون ډاکټران له عامې روغتیا وزارت غواړی چې دغه روغتون ته درمل، اکسیجن او روغتیايي تجهیزات برابر کړي او د هغوی د کارکوونکو معاش هم ورکړي.
د دغه روغتون ډاکټر سباوالدین په دې هکله وايي:«پنځه میاشتې کېږي چې د افغان - جاپان روغتون ټول روغتیايي کارکوونکو معاش نه دی ترلاسه کړی او همدغه وضعیت، دغه روغتون د درملو، اکسیجن او روغتیايي تجهیزاتو سره مخامخ دي.»
د دغه روغتون بل ډاکټر مجید هم څرګندوي:«په هغه صورت کې چې موږ معاش ونه لرو، په دغه وضعیت کې څه ډول وکړای شي چې ناروغانو ته خدمتونه وړاندې کړي. که چېرې زموږ دغې غوښتنې ته رسېدنه ونه شي، دا روغتون به وتړل شي.»
بل خوا د دغه روغتون ډاکټران وایي سره له دې چې د کوویډ نولس ناروغانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی، خو افغان- جاپان روغتون، د درملو، آکسېجن او روغتیایي وسایلو له کموالي سره مخ دی او له همدې امله د دغه روغتون درې اساسي څانګې غیر فعاله شوې دي.
په افغان - جاپان روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص ولي محمد ولي وايي:«د روغتیا له نړۍوال سازمان غواړو چې د کورونا د مخنیوي په برخه کې خپلې مرستې له روغتون سره وکړي، ځکه چې په هېواد کې د کورونا شمېر مخ په زیاتېدو دی او روغتونونه هم د روغتیايي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي.»
بل خوا د عامې روغتیا وزارت وایي چې د نړۍوال بانک د مرستو په بندېدو سره په هېواد کې ۳۷ روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت مسلکي معین عبدالباري عمر په دې هکله څرګنده کړه:«نړۍوال بانک د کورونا پرورژې په برخه کې تر ۲۰۲۴ کال پورې تړون کړی و، خو اوس له تحولاتو وروسته، اوس نړۍوال بانک خپل ټول تړونونه پرې کړي دي او په افغانستان کې د کورونا ټول مرکزونه تړل شوي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په وروستۍ یوې میاشت کې په هېواد کې د کورونا ۶۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي او له دې منځه د کوویډ نولس ۳۰ ناروغان مړه شوي دي.
په دې اړه مو اندونه