Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د استخباراتو عمومي ریاست تېرو درې میاشتو کې ۶۰۰ داعشیان نیولي

د استخباراتو عمومي ریاست وايي چې په تېرو درې میاشتو کې یې په هېواد کې داعش ته منصوب۶۰۰ تنه نیولي دي.

د استخباراتو عمومي ریاست ویاند داعش د افغانستان لپاره کوم جدي ګواښ نه ګڼي او وايي چې تر اوسه په بېلابېلو ولایتونو کې د داعش ډلې ۲۱ پټن ځایونه له منځه وړل شوي دي.

د افغانستان د استخبارات عمومي ریاست دغه څرګندونې د اسلامي امارت له ویاندویانو سره په یوه ګډ رسنیز کنفرانس کړي او زیاته کړې ده چې د هېواد اوسنی امنیتي وضیعت د ډاډ وړ دی. د دوی په خبره له ۸۰ څخه ډېر انسان تښتونکي يي هم نیولي دي.

د استخباراتو د عمومي ریاست ویاند خلیل همراز وايي، په مخامخ نښتو او ځانګړو عملیاتو کې يې د داعش ۳۳ تنه مهم غړي هم وژلي دي.

ښاغلي همراز زیاته کړه:«په بېلابېلو ولایتونو کې د داعش ډلې کسانو ته منصوب ۶۰۰ تنه چې د چاودنو او وژنو په پلانونو کې دخیل وو نیول شوي دي.»

ورته مهال د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، داعش د افغانستان لپاره هېڅ ګواښ نه دی او همدارنګه زیاتوي چې تر دې مهاله يې په هېواد کې د داعشیانو ۲۱ پټن ځایونه له منځه وړي دي.

نوموړي څرګنده کړه:«زموږ هڅې روانې دي چې هغوی د (داعشیانو) ولې وچې کړو. تر ډېره بریده ګواښ کم شوی دی.»

خو بل خوا د چارو یو شمېر شنونکي په دي باور دي چې داعش وسله واله ډله د افغانستان تر څنګ د سیمې هېوادونو د امنیت لپاره هم یو ګواښ دی.

 د پوځي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي:«داعش په سیمه کې د افغانستان او د سیمې د نورو هېوادونو لکه ایران، منځنۍ اسیا، روسیې، چین او حتا هند ته هم د ګواښ زنګ دی.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم نړۍوالې ټولنې داعش د افغانستان او نورو هېوادونو لپاره یو ګواښ بللی و، او خبردارۍ يي ورکړی دی که د یادې ډلې مخنیوي ونه شي شونې ده په نږدې راتلوونکې کې په سیمې او نړۍ بریدونه پېل کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، داعش د افغانستان لپاره هېڅ ګواښ نه دی او همدارنګه زیاتوي چې تر دې مهاله يې په هېواد کې د داعشیانو ۲۱ پټن ځایونه له منځه وړي دي

Thumbnail

د استخباراتو عمومي ریاست وايي چې په تېرو درې میاشتو کې یې په هېواد کې داعش ته منصوب۶۰۰ تنه نیولي دي.

د استخباراتو عمومي ریاست ویاند داعش د افغانستان لپاره کوم جدي ګواښ نه ګڼي او وايي چې تر اوسه په بېلابېلو ولایتونو کې د داعش ډلې ۲۱ پټن ځایونه له منځه وړل شوي دي.

د افغانستان د استخبارات عمومي ریاست دغه څرګندونې د اسلامي امارت له ویاندویانو سره په یوه ګډ رسنیز کنفرانس کړي او زیاته کړې ده چې د هېواد اوسنی امنیتي وضیعت د ډاډ وړ دی. د دوی په خبره له ۸۰ څخه ډېر انسان تښتونکي يي هم نیولي دي.

د استخباراتو د عمومي ریاست ویاند خلیل همراز وايي، په مخامخ نښتو او ځانګړو عملیاتو کې يې د داعش ۳۳ تنه مهم غړي هم وژلي دي.

ښاغلي همراز زیاته کړه:«په بېلابېلو ولایتونو کې د داعش ډلې کسانو ته منصوب ۶۰۰ تنه چې د چاودنو او وژنو په پلانونو کې دخیل وو نیول شوي دي.»

ورته مهال د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، داعش د افغانستان لپاره هېڅ ګواښ نه دی او همدارنګه زیاتوي چې تر دې مهاله يې په هېواد کې د داعشیانو ۲۱ پټن ځایونه له منځه وړي دي.

نوموړي څرګنده کړه:«زموږ هڅې روانې دي چې هغوی د (داعشیانو) ولې وچې کړو. تر ډېره بریده ګواښ کم شوی دی.»

خو بل خوا د چارو یو شمېر شنونکي په دي باور دي چې داعش وسله واله ډله د افغانستان تر څنګ د سیمې هېوادونو د امنیت لپاره هم یو ګواښ دی.

 د پوځي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي:«داعش په سیمه کې د افغانستان او د سیمې د نورو هېوادونو لکه ایران، منځنۍ اسیا، روسیې، چین او حتا هند ته هم د ګواښ زنګ دی.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم نړۍوالې ټولنې داعش د افغانستان او نورو هېوادونو لپاره یو ګواښ بللی و، او خبردارۍ يي ورکړی دی که د یادې ډلې مخنیوي ونه شي شونې ده په نږدې راتلوونکې کې په سیمې او نړۍ بریدونه پېل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه