Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې پر ټول ګډونه حکومت د اسلامي نړۍ دیني عالماوو ټينګار

د اسلامي نړۍ علماوو او د افغانستان، ایران، پاکستان، کرواسي، فلسطین، عراق او هند په ګډون د اوو هېوادونو ځينو مطرح سیاسي څېرو په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتونکي شول.

دوی په آنلاین بڼه د افغانستان د وروستیو بدلونونو په تړاو بحث او خبرې وکړې او ټينګار یې وکړ چې طالبان د ټول ګډونه، سوله ییز او پایدار حکومت د جوړېدو لپاره باید مهم ګامونه پورته شي.

د عراق د بغداد د یوه جومات ملا امام آیت الله سید یاسین موسوي وايي:«امکان نه لري چې د یوه حکومت په مشرۍ کې یو ځانګړی قوم وي او نور قومونه په پام کې ونه نیول شي، که داسې وي په افغانسان کې به دا لانجه پاتې وي. ځکه څرګنده ده چې په افغانستان کې هر قوم ځواک لري او پاتې قومونه د خپلو حقونو په لټه کې دي.» 

د ښځو حقونو ته درناوی او د بشري ارزښتونو ساتل بله هغه مساله ده چې د اسلامي نړۍ د اوو هېوادونو عالمان پرې ټینګار کوي.
 
د پاکستان د شیعیانو د مشر مرستیال حجت‌الاسلام سید ظفر نقوي وویل: «طالبان چې اوس مهال یې په افغانستان کې حکومت جوړ کړی دی دا خبره کوي چې دا یو اسلامي حکومت دی، موږ د دې خبرې هرکلی کوو، خو ټینګار کوو چې دا ډله باید له خپلې مخینې درس واخلي او تېرې تېروتنې تکرار نه کړي.» 

د کرواسیا د مسلمانانو اعظم مفتي شیخ عزیز حسنوویچ هم څرګنده کړه:«د نوي حکومت دروازه باید د افغانستان د ټولو خلکو پرمخ خلاصه وي او باید د ټولو خلکو، ښځو او نورو قومونو حقونه په پام کې ونیول شي. که هغوی (طالبان) ځانونه د متحد اسلامي امت غړي ګڼي، باید همداسې وکړي، زه هغوی ته د دې چارې بلنه ورکوم.»

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې په دې باور دی چې د هېواد اوسنی وضعیت له دایمي سولې، امنیت او ثبات نه لېرې دی، د نړۍ له هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې صادقانه همکاري وکړي.
 
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وویل:«که ریښتا د خپل ځان او نړۍ امنیت ته اندېښمن دي او د افغانستان او د افغانستان د خلکو په تړاو پر خپلو ژمنو ولاړ دي، په دې مهم او حیاتي پړاو کې دې د سولې او ټیکاو د رامنځته کېدو او له اوسني حساس وضعیت نه د تېرېدو لپاره  د افغانستان له خلکو سره همکاري وکړي.»

باورونه دا دي چې اوسنی حکومت باید د ځان په رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍ د هېوادونو قناعت ترلاسه کړي.

 د هند د لکنهو د شهید سید احمد د ټولنې مدیر سید یوسف حسیني ندوي په دې هکله زیاتوي:«نړۍوالې ټولنې هم د اړیکو لپاره شرایط وضعه کړي دي، نو د افغانستان خلک او حکومت که غواړي چې له نړۍ سره اړېکې ولري، باید دغه شرایط په پام کې ونیسي.»

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د نړۍ هېوادونه د افغانستان د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره څرګند لید لوری نه لري.

تر دې وړاندې هم د سیمې یو شمېر هېوادونو د افغانستان په تړاو د یوې غونډې په جوړېدو سره د پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه