Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نجونو پر زده کړو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر سرپرست ټينګار

د اسلامي امارت د دعوت، ارشاد او امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست وايي شیخ محمد خالد حنفي چې په اسلام کې د ښځو او نجونو زده کړه جواز لري او اسلامي امارت هڅه کوي چې نجونو ته د زده کړو فرصتونه برابر کړي.

ښاغلي حنفي په یوې غونډه کې چې د بلخ ولایت د غونډو په تالارکې جوړه شوې ده، مولوي سردار محمد حیدري د ارشاد او امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارې د رییس په توګه معرفي شو.

د دعوت ارشاد او امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي وايي:«د اسلام دین د تعلیم خلاف نه دی، بلکې د بې حجابۍ خلاف دی. اسلامي امارت په پام کې لري ترڅو داسې چوکاټ جوړ کړي چې هلکان او نجونې په جلا ځایونو کې درس ولولي او د زده کړو فضا رامنځته شي.»

د اسلامي امارت دغه چارواکی پر پخواني نظام نیوکه کوي او پر دې بارو دی چې هغه مهال یو شمېر مېرمنې  د مدني آزادیو په نوم په ارګ او نورو دولتي ادارو کې په جنسي توګه ځورول کېدلې.
 
په دې غونډه کې ویناوال پر امریکا نیوکه کوي او وایي چې له ستونزو سره یې د اسلامي امارت مخ کولو لپاره اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

په دې غونډه کې د دعوت، ارشاد او امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست نجونو ته د زده کړو د زمینې پر برابرولو ټینګار کوي، خو وایي چې د هلکانو او نجونو زده کړې به په جلا جلا ډول دوام ولري.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه