د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ هند ته سفر کړی او د افغانستان په هکله یې د دغه هېواد له چارواکو سره لیدلي او خبرې اترې کړې دي.
ښاغلي وېسټ په خپل ټوېټر کې لیکلي دي چې هغه په دغه سفر کې د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیټ ډووال، د بهرنیو چارو له وزیر هرش وردان شرینګلا، د هند د بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د څانګې له رییس وجې چي سینګ او ځينو نورو هندي چارواکو سره لیدلي دي.
په دغې لیدنه کې، هغوی په افغانستان کې د هند او امریکې د ګډو موخو په هکله بحث او خبرې اترې کړې دي. په یوه تویټ کې لیکلي دي:«موږ به له خپل نږدې شریک سره کار وکړو چې په یوه سوله ییز او باثباته افغانستان کې خپلو ګډو ګټو ته ورسېږو.»
وېسټ د نوامبر میاشتې په لومړیو کې د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي په توګه اروپا او اسیا ته خپل سفر پیل کړي.
هغه لومړی بروکسل ته ولاړ او هلته یې د اروپايي ټولنې له مشرانو او د امریکا له متحدانو سره یې د افغانستان په هکله له هغې ډلې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د لارې په یوې نقشې سلامشورې وکړې.
وېسټ همدارنګه په اسلام اباد کې د افغانستان په هکله د ترویکا په غونډه کې هم ګډون وکړ.
هند ته له سفر مخکې، وېسټ مسکو ته ولاړ او له خپل روسي سیال ضمیر کابلوف سره د افغانستان په هکله ولیدل.