نن (چهارشنبې د لړم په ۲۶مه) له غرمې وروسته د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې پر یو ټونس ډوله موټر چاودنه وشوه.
دغه چاودنه د کابل په لوېدیځ کې د دشت برچي په «نقاش» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دغې چاودنه کې یو کس وژل شوی او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستی څرګندوي چې په ټپيانو کې درې ښځې هم شاملې دي.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
په دې اړه مو اندونه