Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګري‌ملتونه: تېرو دوو میاشتو کې افغانستان کې د اپیمو بیه ختلې

هلمند کې کروندګر وایي، چې اپیمو کې د ګټې او د بیې ختلو له کبله د تېرو کلونو پرتله یې سږکال د کوکنارو د زیات کښت پرېکړه کړې ده.

د افغانستان سویل لوېدیځ ولایت هلمند چې د کوکنارو د تولید لوی مرکز یادېږي، خلک یې وایي د کوکنارو د کښت او د اپیمو د ټولولو پوره تجربه لري.

د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د نشه‌يي موادو د پروسس یوه مرکز کې لسګونه ځوانان او ماشومان کار کوي.

یوه هلمندي کروندګر سمیع‌الله ویلي:"کله چې یې تخم شیندوو، شپږ یا اوه میاشتې خواري غواړي. سپین ګلی تخم کوکنار دلته خلک ډېر کري."

په همدې حال کې ملګرو ملتونو کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې څانګه وایي، چې افغانستان کې وروستیو بدلونونو نه وروسته، په تېرو دوو میاشتو کې د نشه‌يي توکو بیې دوه برابره ختلې دي او وړاندوینه ده چې سږکال به په افغانستان کې شاوخوا ۳۰۰ ټنه هیرویین تولید شي.

د ملګرو ملتونو یوه رپوټ کې راغلي:"افغانستان کې د تېر اګسټ سیاسي ناکرارۍ سره، د اپیمو بیه د مۍ میاشتې پرتله دوه برابره وختله."

په دې هکله د افغانستان د سټراټيژیکو مطالعاتو د مرکز مشر عاطف مختار ویلي:"که له اسلامي امارت سره په نړۍواله کچه مرسته و نه‌شي، نو د کوکنارو کښت به هم افغانستان او هم نړۍ ته لوی سرخوږی وي."

اسلامي امارت بیا وایي، چې د کوکنارو د بدیل موندلو هڅې کوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام‌الله سمنګاني ویلي:"موږ غواړو چې هم له خپلو امکاناتو په کار اخېستو او هم له نړۍوالو بنسټونو سره په همغږۍ د کوکنارو د کښت، تولید او قاچاق مخه و نیسو."

د افغانستان د صادراتو تر کمي وروسته، باور دادی چې کروندګرو د کوکنارو کښت او تولید ته ډېره مخه کړې ده او شنونکي وایي چې که اقتصادي وضعیت لکه د اوس په شان خراب وي، نو ګڼ نور خلک به هم د نشه‌يي موادو تولید ته مخه کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان وایي، چې په تېرو دوو میاشتو افغانستان کې د اپیمو بیه دوه برابره ختلې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه