Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا د کانګرس دوو غړیو لیک ته د اسلامي امارت غبرګون

اسلامي امارت د امریکا د کانګرس د هغو دوو غړیو لیک ناسمه چاره ګڼلې چې په‌کې یې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو د مخنیوي ویلي دي.

د امریکا د کانګرس دوو غړیو ملګرو ملتونو ته یوه لیک کې لیکلي، چې ملګري ملتونه باید د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو مخنیوی وکړي.

سناتورانو لینډسي ګراهام او مایکل والټز د ملګرو ملتونو سرمُنشي ته یوه لیک کې لیکلي، چې د طالبانو په رسمیت پېژندل، د ملګرو ملتونو ارزښتونو سره ټکر کې کار دی – په لیک کې ټینګار شوی په هر قیمت چې وي، ملګري ملتونه دې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو مخنیوی وکړي.

لیک کې دا هم لیکل شوي، چې ملګري ملتونه دې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته نه ورکوي.

د لیک یوه برخه کې راغلي:"طالبانو د ښځو او نجونو حقونه نقض کړي او د امریکا او ناټو ځواکونو پخوانيو افغان همکارانو پسې دي او وژني یې. د وینا ازادي او رسنۍ یې ځپلې دي او د القاعده او حقاني شبکې په څېر ډلو سره یې اړیکې نورې هم ټینګې کړې دي."

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې افغانستان کې د تېرو شلو کلونو جګړه هم د دغه شان کسانو په لمسه شوې.

مجاهد ویلي:"امریکا کې چې څوک د اسلامي امارت خلاف خبرې کوي او یا دریځ بیانوي، هغوی له هغو کسانو دي چې د جګړې پلويان وو او د تېرو ۲۰ کلونو جګړه هم د دغسې خلکو په لمسه وه. اوس چې جګړه ختمه ده او دا د افغانستان او امریکا په ګټه ده، دوی عقدې راپرانیزي. زه په ښکاره وایم چې دا نظر غلط دی."

پر افغانستان د اسلامي امارت بیاځلې واکمنېدو درې میاشتې وشوې، خو لا تراوسه یوه هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او امریکا لا هم پرې بندیزونه لګوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه