Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د بشري وضعیت په هکله د روسیې اندېښنې

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، د نړۍوالو مرستو له پرې کېدو وروسته په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي او د افغانستان د شتمنیو پر کنګل پاتې کېدو نیوکه کوي.

ضمیر کابلوف دغه څرګندونې د روسیې له ۲۴ ټلوېزیون سره په مرکه کې کړې دي.

هغه زیاته کړه:«وضعیت بد دی. ژمی راروان دی او د تل په څېر په افغانستان کې د سونګ توکو کمښت شته. دغه ننګونې په امریکا کې د افغانستان د شتمنیو د کنګل پاتې کېدو او له دغه هېواد سره د نړۍوالو د مرستو د بندېدو له امله رامنځته شوې دي.»

نوموړي همداراز ویلي هېواد یې چمتو دی چې، په افغانستان کې په یو شمېر سوداګریزو پروژو کې ګډون وکړي. کابلوف همداراز په ډاګه کړې چې، روسیې د افغانستان کانونو ته سترګې نه دي نیولې.

ښاغلي کابلوف وویل:«مسکو چمتو دی چې، په افغانستان کې به په اقتصادي او سوداګریزو پروژو کې برخه واخلي؛ خو اصلي خبره به په هغه هېواد کې د سیاسي ثبات رامنځته کېدل وي. هو موږ د یوه خپلواک او پر ځان بسیا افغانستان پلوي یوو؛ خو بیا هم روسیه نه غواړي د افغانستان کانونو ته سترګې ونسیي. موږ د افغانستان تر ځمکې لاندې کانونو ته هېڅ پروګرام نه لرو.»

د افغانستان لپاره د روسیې استازي همداراز زیاته کړې، د داسې یوه افغانستان پلوی دی چې، په کې ترهګري او نشه يي توکي نه وي.

د پوهنتون استاد حکمت الله میرزاده وايي:«په افغانستان کې اوسنی انساني وضعیت د اندېښنې وړ دی، بې کاري او د لومړنیو توکو د بیې لوړوالی او د ښوونیزو مرکزونو تړلي پاتې کېدل او امنیتي ستونزې اوسنی وضعیت یې اندېښمنوونکی کړی دی.»

دغه ډول څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې، امریکا په افغانستان کې د تېر حکومت له پرځېدو وروسته په نړۍوالو بانکونو کې د افغانستان شتمنۍ کنګل کړې او همدا چاره د افغانستان د اوسني اقتصادي وضعیت یو له مهمو لاملونو ګڼل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه