Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دماشومانو نړۍواله ورځ؛ ۱مېلیون افغان ماشومان د مرګ ګواښ سره مخ دي

د نوامبر ۲۰مه د ماشومانو له نړۍوالې ورځې سره هم مهاله، له ماشومانو د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ صندوق وايي چې په افغانستان کې څه باندې یو مېلیون ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

بل خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي او وایي چې څه باندې څلور مېلیونه ماشومان خوراکي خوندیتوب نه لري.

دغه صندوق سږکال د خپل ټوېټر د پاڼې رنګ له آبي نه تور رنګ ته اړولی دی او په افغانستان کې یې د ماشوم ورځ ونه لماځله.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق رییسه سم مورت وايي:«نن د ماشوم نړۍواله ورځ ده، خو د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق دغه ورځ ونه لمانځله، ۱۴ مېلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي او څه باندې درې مېلیونه نور ماشومان د خوارځواکۍ خطر ګواښي، که لاس په کار نه شو څه باندې یو مېلیون ماشومان به د سختې لوږې له امله له مرګ سره مخ شي.»

بلخوا د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله یو ډېر شمېر ماشومان په درنو او سختو کارونو بوخت دي.

سونیا هغه ماشومه ده چې په وړو لاسونو سره بوټان رنګوي. دغه ماشومه وایي چې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو یوازینۍ برابرونکې ده:«نور څوک نشته چې موږ ته پیسې راوړي. زموږ هېڅ خپلوان له موږ سره مرسته نه کوي. یوازې زه په خپله کارکوم.»

عبدالرحمان هم یو له هغو ماشومانو دی چې د وروستیو کلونو په جګړو کې یې پلار وژل شوی او اوس مهال د یوې اوه کسیزې کورنۍ مسوولیت پر غاړه لري.

هغه هم وايي:«پلار مې شهید شو، ورور مې کار نه شي کولای. زه په خپله یوازې کار کوم.»

په افغانستان کې د بشري حقونو فعالانو هم خبرداری ورکوي چې که افغانستان ته ژر ترژره مرسته ونه رسېږي، ماشومان به تر دې هم له بد وضعیت سره مخ شي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعاله زرقا یفتلي څرګندوي:«له بده مرغه د افغانستان ماشومان خپلو بنسټیزو او لومړنیو حقونو ته لاسرسی نه لري.»

دغه صندوق دغه راز د نړۍ له هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې له ماشومانو سره خپلې بشردوستانه مرستې زیاتې کړي.

بل خوا یوه خصوصي بنسټ د کابل او د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو روزنتونونو ته د ماشوم په نړۍواله ورځ د ماشومانو کتابونه ډالۍ کړل.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي او وایي چې څه باندې څلور مېلیونه ماشومان خوراکي خوندیتوب نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه