Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

‌'د ننګرهار هوايي ډګر د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره چمتو دی'

د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت هوايي ډګر په بشپړه توګه د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره چمتو دی.

د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د ملکي الوتنو ستر هوايي ډګر له تېرو شل کلونو راهیسې د کورنیو او بهرنيو الوتنو پر مخ تړلی وو، خو اوس تازه د ننګرهار سیمه ییز چارواکي د یاد ډګر ملکي الوتنو لپاره د چمتو کېدو خبره کوي.

د پخواني حکومت د سقوط تر وروستيو کلونو د ننګرهار هوايي ډګر د امریکايي ځواکونو د پوځي اډې په توګه کارېدو چې يوازې د بهرنيو ځواکونو پوځي الوتنې ترې کېدې، خو د هغه وخت د ولايتي چارواکو بیا بيا ژمنه سره تر اخیره د ملکي الوتنو لپاره چمتو نه شو.
خو اوس په ننګرهار کې د اسلامي امارت سیمه ييز چارواکي وايي، دا هوايي ډګر يې د بهرنيو او کورنیو ملکي الوتنو لپاره چمتو کړی دی.

د ننګرهار امنیه قومندان شیخ ندا محمد ندیم وايي:«د امنیت له پلوه هېڅ ډول مشکل نشته، نړیوال او کورني هوايي شرکتونه کولای شي چې له یاد میدانه الوتنې وکړي.»

د یاد هوایي ډګر سرپرست سپین غر وايي چې هېڅ ډول تخنیکي ستونزې نه‌لري او د سهولتونو له برابرېدو سره هم‌مهال د ياد هوايي ډګر ټول مسلکي مامورين بېرته خپلو دندو ته ورستانه شوي ‌دي.

د ننګرهار اوسېدونکو او سوداګرو د ولايتي ادارې د دې اقدام هرکلی کړی او ويلي يې دي چې د ننګرهار هوايي ډګر بيا فعالېدل به د کاري زمينو ترڅنګ، د سوداګرۍ په برخه کې اسانیاوې رامنځ‌ته کړي.

سوداګر حاجي زلمی په دې هکله څرګندوي:«د ننګرهار قیمتي شیان لکه جلغوزې به موږ پخوا کابل ته استولې او بیا به دوبۍ ته لېږل کېدلې د ننګرهار هوايي ډګر له فعالیتونه به زموږ ډېری شیان له دغه ځایه ولېږل شي.»

د ولايتي ادارې د معلوماتو پر بنسټ به په نږدې ورځو کې به ایران هېواد د بشري مرستو يوه بار الوتکه په همدې هوایي ډګر کې ښکته شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه