Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان بانکي نظام د احتمالي ړنګېدو په هکله د م.م سازمان ګواښ

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په یوه درې مخیز رپوټ کې خبرداری ورکړل شوی دی چې د افغانستان د بانکي نظام د سقوط منفي پایلې به سترې وي. 

د دغه رپوټ په یوه برخه کې راغلي دي چې د هغو کسانو د شمېر زیاتېدل چې د پور د ورکړې توان نه لري، په بانکونو کې د اېښودل شویو پیسو کموالی او د نغدو پیسو کمښت په راتلونکو میاشتو کې د مالي نظام د ړنګېدو لامل کېدلای شي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د رپوټ په یوې برخه کې راغلي دي:«په افغانستان کې بانکي او مالي سسټم په ناوړه وضعیت کې دی. د بانکونو پر وړاندې ستونزې باید ژر حل شي څو د بانکونو تولیدي ظرفیتونه زیات شي او د بانکي نظام د سقوط مخه ونیول شي.»

بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو د پروګرام رییس له رویټرز خبري آژانس سره په مرکه کې د افغانستان د بانکي نظام پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو د پروګرام رییس عبدالله ال دارداري څرګندوي:«موږ باید داسې حل لارې ولټوو چې که د افغانستان د بانکي نظام ملاتړ وکړو، پایله به یې له طالبانو ملاتړ نه وي. موږ په خورا سخت وضعیت کې یوو، باید پر ټولو د امکان وړ غوراویو کار وکړو.»

د ملګرو ملتونو د پراختیای پروګرام په رپوټ کې ویل شوي دی چې په افغانستان کې بانکي نظام د طالبانو تر راتګ مخکې هم  زیانمنونکی و او زیاته کړې یې ده چې وروستي بدلونونه د دې لامل شوي دي چې خلک خپلې پیسې بازار ته راونه باسي.

د افغانستان بانک تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو د پروګرام رییس له رویټرز خبري آژانس سره په مرکه کې د افغانستان د بانکي نظام پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

Thumbnail

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په یوه درې مخیز رپوټ کې خبرداری ورکړل شوی دی چې د افغانستان د بانکي نظام د سقوط منفي پایلې به سترې وي. 

د دغه رپوټ په یوه برخه کې راغلي دي چې د هغو کسانو د شمېر زیاتېدل چې د پور د ورکړې توان نه لري، په بانکونو کې د اېښودل شویو پیسو کموالی او د نغدو پیسو کمښت په راتلونکو میاشتو کې د مالي نظام د ړنګېدو لامل کېدلای شي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د رپوټ په یوې برخه کې راغلي دي:«په افغانستان کې بانکي او مالي سسټم په ناوړه وضعیت کې دی. د بانکونو پر وړاندې ستونزې باید ژر حل شي څو د بانکونو تولیدي ظرفیتونه زیات شي او د بانکي نظام د سقوط مخه ونیول شي.»

بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو د پروګرام رییس له رویټرز خبري آژانس سره په مرکه کې د افغانستان د بانکي نظام پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو د پروګرام رییس عبدالله ال دارداري څرګندوي:«موږ باید داسې حل لارې ولټوو چې که د افغانستان د بانکي نظام ملاتړ وکړو، پایله به یې له طالبانو ملاتړ نه وي. موږ په خورا سخت وضعیت کې یوو، باید پر ټولو د امکان وړ غوراویو کار وکړو.»

د ملګرو ملتونو د پراختیای پروګرام په رپوټ کې ویل شوي دی چې په افغانستان کې بانکي نظام د طالبانو تر راتګ مخکې هم  زیانمنونکی و او زیاته کړې یې ده چې وروستي بدلونونه د دې لامل شوي دي چې خلک خپلې پیسې بازار ته راونه باسي.

د افغانستان بانک تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه