Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا افغانستان کې خپل شل کلن حضور څېړي

د امریکا متحده ایالاتونو کانګرس له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د لاملونو څېړولو لپاره د کمېسیون د جوړېدو تګ لار وړاندې کړې ده.

ده هیل ورځپاڼې د امریکا استازو او سنا جرګو غړو له قوله لیکلي چې د دغې کمېسیون د جوړېدو لامل په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور د مبهمو موردونو پیدا کول دي.

ټاکل شوي دغه کمېسیون افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال تر ۲۰۲۱ کاله د امریکا اطلاعاتي، ډیپلوماټیک، پوځي او پراختیايي فعالیتونه وڅېړي.

د دغه کمېسیون مسوولیت د هغه څه په تړاو د ځوابونو موندل دي چې د افغانستان برخلیک یې وټاکه او بالاخره له افغانستان د امریکا د وتلو لامل شول، د امریکا متحده ایالتونو په کانګرس دغو وتلو ته د امریکا د ماتې نوم ورکړل شوی دی.

دې هیل امریکایۍ نشریې رپوټ ورکړی دی چې دغه کمېسیون به پوځي، استخباراتي، پراختیايي او ډيپلوماټيک فعالیتونه، د پخواني حکومت سقوط او په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو د ماتې لاملونه وڅېړي.
 
امریکایۍ ورځپاڼه ده هیل لیکلي:«دغه کمېسیون به د اصلي ګرمو کسانو، د ۲۰۰۱ کال د بن په کنفرانس کې د طالبانو د نه حضور او نه بلل کېدو، د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې د امریکا د لاسوهنې، د افغانستان په جګړه کې د امریکا د څلورو ښکېلو حکومتونو د تېروتنو، واک ته د طالبانو تر رسېدو او د پخواني حکومت تر پرځېدو پورې پوښتنو ته ځوابونه پيدا کړي.»

د نړۍوالو چارو شنونکی احمد خان اندړ په دې هکله وايي:«د دغه کمېسیون جوړېدو د افغانستان د خلکو لپاره هېڅ ګټه نه لري او د افغانستان خلک په هره شېبه کې د ناوړه اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو پېښو شاهد دی.»

دغې امریکایۍ ورځپاڼې لیکلي دي چې تر اوسه د دغه کمېسیون د غړو شمېر څرګند نه دی، خو دنده یې په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور د هغو ګونګو مسایلو رابرسېره کول دي چې باید د امریکا او افغانستان خلکو ته وویل شي.
 
د سیاسي چارو شنونکی سید باقر محسني ځرګندوي:«د امریکا کانګرس احساس کوي په افغانستان کې د حضور او وتلو په لړ کې دوی ګرم دي له همدې امله د امریکا له اجرايي چارواکو څخه د پلټنې په هڅه کې دي.»

خو کابل وایي چې په افغانستان کې د امریکا د ماتې هېڅ پټ علت نشته او هغه څه چې ټولې نړۍ ته ښکاره دي دا دي چې امریکا د افغانستان په جګړه کې ماته خوړلې او باید خپله ماته ومني؟
  
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی وايي:«له افغانستانه د امریکا په وتلو کې د خلکو لپاره هېڅ هم مبهم نه دي او دا حقیقت دی چې امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې؛ خو امریکا کولای شي چې د دغې ماتې لامل څه وو چې خپلو خلکو ته یې بیان کړي.»

د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو ننګه کړې وه او ویلي یې وه چې هېواد یې په افغانستان کې خپلې موخې ته رسېدلې دی، خو د امریکا ډیری سیاستوالو، سناتورانو او پخوانيو ډيپلوماټانو د امریکایي ځواکونو له وخته مخکې وتل په افغانستان کې د دغه هېواد پوځي ماته بللې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه